ارشیف

راحیل شریف: پاکستان د هر ګواښ لپاره چمتووالی لري

نن ټکی اسیا (سې شنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پوځ مشرانو تېره ورځ تر یوه ملاقات وروسته اعلان کړی چې پاکستان د هندوستان له لوري د وروستیو تبلیغاتي او نظامي ګواښونو په جواب کې هر قسم چمتوالی لري.

د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د هندوستان د وروستیو ګواښونو په اړه ویلي چې د پاکستان پوځ د هر قسم ګواښونو سره د مقابلې لپاره چمتو دی، نوموړي زیاته کړي په سیمه کې امنیتي پيښي او پر پاکستان یې اغیز له نیژدې څارو.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کور کمانډرانو په سطحه د پوځ مشرانو غونډه وکړه او په کشمېر کې د هندوستان پر پوځي مرکز باندي برید او همداسي په بلوچستان کې د هندوستان لاسوهنه تر غور لاندي ونیول شول.

له هغه راهیسي چې د هندوستان تر کنټرول لاندي سیمه کې د هندي پوځ پر یوه مرکز یو شمېر وسلوالو ډله ایز برید وکړ او لږ تر لږه یې ۱۷ هندي پوځیان وژلي، هندوستان د پاکستان په خلاف خپله لهجه تونده کړې او د پاکستان پر خلاف یې تبلیغاتو ته زور ورکړی، چې له امله یې په سیمه کې یو ځل بیا غیر یقیني حالت جوړ شوی.

هندوستان ادعا کوي چې په کشمېر کې د هندوستان څخه ازادي غوښتونکو مسلمانانو ملاتړ پاکستان کوي خو بل اړخ ته بیا پاکستان تور لګوي چې په بلوچستان کې د بلوچ ازادي غوښتونکو تر شا د هندوستان لاس دی.

پاکستان او هندوستان د انګریزانو څخه د ازادي وروسته د کشمېر په اړه یو له بل سره په سنګر کې پراته دي او له همدې وجي یې څو ځله لويي جګړې کړي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.