جیرمي هیلان

فرنسوي لوبغاړي د اسلامي زده کړو لپاره فټبال سره مخه ښه کوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د جیرمي هیلان په نامه د فټبال لوبغاړی چې د خپل هیواد د ۱۹ کلنۍ لوبډلي نمایندګي يې هم کړې، تر مسلمانېدو وروسته غواړي چې سعودي عربستان ته سفر وکړي تر څو اسلامي زده کړي وکړي.

د برتانوی ورځپاني ډیلي میل د خبر سره سم جیرمي هیلان ۲۴ کاله عمر لري، د «شیفیلډ وینزډای» په نامه برتانوي کلب کې لوبه کوي. دغه کلب د برتانیې د لومړۍ درجې سیالیو کې برخه لري.

هیلان د خپلي لوبډلي سره په قانوني توګه د روانو سیالیو تر پایه لوبي کولو ته اړ دی، خو له هغه وروسته یې د خپل کلب مشرانو ته ویلي چې غواړي لوبه پریږدي او د اسلامي زده کړو لپاره ځان فارغه کړي.

جیرمي هیلان ددې تر مخه په فرنسوي کلب «رین» او د برتانوي کلب «مانچسټر سیټي» لپاره هم لوبي کړي دي.

د هیلان په اړه ویل کیږي چې د خپل کلب شیفیلډ سره یې ۱۴۵ لوبو کې فعاله برخه اخیستی او د د لوبو په تېر موسم کې هم د ولفرهامبتون په نامه کلب لپاره په موقتي ډول لوبه وکړه.

د ډیلي میل د خبر سره سم نوموړی خپل فارغه وخت اوس مهال په مسجد کې دننه تېره وي او اراده لري چې نور فټبال پریږدي او اسلامي زده کړو ته مخه کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.