کندهار: طالبانو اته پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې او یوه قرارګاه یې نیولې

نن ټکی اسیا (سې شنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۵ل):د کندهار ولایت چارواکو ویلي چې تېره ورځ طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له امله یې پنځه دولتي سرتیري وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار ولایت ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي چې یاده پيښه د کیخي کوتل په سیمه کې را منځته شوې ده.

کیخي کوتل سیمه د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند ده.

طالبانو په دې وروستیو کې د شاولیکوټ په ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو سره درندې جګړې وکړې او د روزګان – کندهار لاره یې په میاشتو تړلې وه.

بل خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمد رسنیو ته په لیږلي خبر کې ویلي چې ددوی جنګیالیو تېره شپه ناوخته د ښوراوک په ولسوالۍ کې د سرو چاهانو پر قرارګاه او دوه امنیتي پوستو بریدونه پيل کړه چې په ترڅ کې قرارګاه او دواړي پوستې ونیول شوې.

نوموړي ویلي چې دغه جګړه کې دوی درندې وسلې او لیزري ټوپکونه کارولي دي او جګړه د شپې تر ۱۲ پوري وغځېدله.

قاري یوسف ویلي چې په یاده جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه دولتي عسکر د یوه قومندان په شمول وژل شوي چې جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاته شوي دي، او یو شمېر وسلې هم دوی ته په غنیمت پاته شوي دي.

د ښوراوک د جګړې په اړه تر اوسه ځايي او دولتي چارواکو خپل نظر نه دی څرګند کړی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.