د کورنیو چارو وزارت: په امریکايي بمبار کې د پولیسو وژنه څیړل کیږي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د روزګان ولایت په مرکز کې د پولیسو پر پوسته د امریکایانو بمبار او په کښي د اته تنه وژل کېدو په اړه به څېړنه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت دغه خبرپاڼه وروسته تر هغه نشر کړه چې په روزګان کې د ملي پولیسو پر پوستې د امریکایانو بمبار په ټولنیزو پاڼو کې توند غبرګونونه را وپارول.
په خبرپاڼه کې د امریکایانو له لوري د پولیسو وژنه نه ده غندل شوې او نه یې هم په اړه کوم ډول خواشیني ښودل شوی.

باید وویل شي دا لومړی ځل نه دی چې امریکایان د ملي اردو او پولیسو سرتیري په نښه کوي، ددې تر مخه یې هم ګڼ شمېر دولتي ځواکونه او پولیس وژلي دي خو تر اوسه یې په اړه څیړنو کومه پایله نه ده ورکړې.

په زابل کې د پولیسو یو قومندان ویلي چې د روزګان او کندهار پر لویه لاره د ساګۍ په سیمه کې د پولیسو پر پوستې برید یو قصدي عمل دی، تېروتنه نه وه بلکي د یو چا په سپارښتنه شوې. نوموړي زیاته کړې چې ددې برید عاملین باید په سزا ورسول شي.

د سیاسي چارو کارپوه نظرمحمد مطمئن پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، په ۲۱مه پيړۍ کې د داسي حکومت مثال نه ویني چې بهرني ځواکونه دي د هیواد امنیتي ځواکونه په نښه کوي او بیا دي هم چارواکي چوپه خوله وي.

نوموړي ویلي چې له یوه اړخه د افغانستان چارواکي په بهرنیو هیوادونو کې نامعلومي چاودني او پيښي غندي خو په خپل هیواد کې د خپلو سرتیرو په وژنو چوپه خوله دي ، یوه ګیله هم نه شي کولای.

نوموړي ویلي چې دفاع وزارت خو وايي دوی امریکایانو ته اهداف په نښه ورکوي، که یې خبره رشتیا وي نو بیا ولي خپل پولیس په بهرنیانو وژني؟



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.