د کورنیو چارو وزارت د اروزګان د پیښې په اړه داسې یوه اعلامیه خپره کړې چې نه ورکې د وژل شویو پولیسو دوژنې په اړه خواشیني څرګندیږي او نه هم د امریکایانو د تکراري جنایت غندنه.

ګډ حکومت د امريکايي ځواکونو د تعقیب او محاکمې وړتیا نه لري

د دوشنبې په شپه یوځل بیا امریکايي ځواکونو د اروزګان په ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز هوايي برید وکړ چې له امله يې ۸ تنه پولیس ووژل شول.

د ارزګان او کندهارد لویې لارې د ساتنې مسؤل سمونوال رحیم الله خان پرون له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکايي ځواکونو د پولیسو پر یوې پوستې بمبار کړی او ۸ پولیس يې وژلي دي.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند مایکل لاو هورن هم منلی چې د دوی ځواکونو په اروزګان ولایت کې هوايي برید کړی خو یو شمیر هغه کسان یې په نښه کړي چې د افغانستان پرامنیتي ځواکونو یې ډزې کولې.

سره له دې چې د اروزګان کندهارد لویې لارې مسؤل قومندان رحیم الله د امریکایانو لخوا د وژل شویو پولیسو پر پوستې برید یو قصدي عمل ګڼي او د عاملینو د مجازات غوښتنه کوي خو له پیښې څخه تر ۴۸ ساعته تیریدو وروسته هم نه ولسمشریزې ماڼې او نه هم کوم بل دولتي جهت د یادې پیښې په اړه غبرګون ښودلی او نه يي یاده پیښه غندلي.

د ملي یووالي حکومت په داسې حال کې د امریکایانو په لاس د وژل شویو افغان پولیسو په وژنې چوپتیا غوره کړې چې په عین همدې ورځ ولسمشرغني په هند کې د یوه برید له امله د وژل شویو هندي پولیسو پر وژنې خواشیني څرګنده کړې او د هندي سر تیرو وژنه یې په کلکو تورو غندلې.

د کورنیو چارو وزارت د اروزګان د پیښې په اړه داسې یوه اعلامیه خپره کړې چې نه ورکې د وژل شویو پولیسو دوژنې په اړه خواشیني څرګندیږي او نه هم د امریکایانو د تکراري جنایت غندنه.

د ملي یووالي حکومت دوه کاله وړاندې له امریکایانو سره دفاعي او امنیتي سند لاسلیک کړ چې په ترڅ کې یې امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې له هرډول قضايي تعقیب څخه خوندیتوب ورکړ.

په یاد سند کې له ملي یووالي حکومت څخه دا صلاحیت اخیستل شوی چې هغه دي امریکايي پوځیان په افغانستان کې د هغوی د ترسره کوونکو جنایتونو په تړاو تعقیب یا محاکمه کړي.

همدا لامل دی چې د یاد حکومت له جوړیدو سره سم په مکرر ډول امریکايي پوځیانو د ولسي وګړو ترڅنګ افغان امنیتي ځواکونه هم بمبار کړي او وژلي خو د ملي یووالي حکومت یې په مقابل کې له هرډول غبرګون ښکاره کولو څخه ځان بیوسه ګڼي او د ناچارۍ له وجې یې تل ورباندې چوپتیا غوره کړې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.