د الین هنا د غږيزو کتابونو کیسه

حامد افغان

الین هنا (Allen Hana) یوه امریکایۍ عاجزه بوډۍ ده، یوه عادي وظیفه لري، سهار ورځي او ماسپښين کور ته راځي، ګوښه او ساده ژوند کوي، د ډېرو پیسو جمعه کولو په فکر کې نه ده، لکه د هغې نورې نږدې ملګرې، هره یوه جینفر، ماري او کاترینا. جینفر د پوهنتون استاده او څو ځایه مشاوره ده، دوه کورونه لري او دری موټر. بله ملګرې یې ماري ایټالوي هوټل لري چې ښه ګټه کوي، او کاترینا یې د ځمکو بارګینیګ کوي، فلوریډا کې ښه کور لري او پریمانه شتمني لري.

الین هنا د هغوی په کیسه کې نه ده، هغوی چې ستونزي ګالي او خواري کوي خود به شتمني ترلاسه کوي، دې ساده ژوند غوره کړی او له یوه کار سره یې د جنون تر حده مینه ده، د الین دا کار کتابونه غږ ته اړول او په ړندو او غږيزو کتابونو ته اړو خلکو باندې وړیا ویشل دي، دا په دې کار هیڅ ډول ګټه نه ترلاسه کوي او دا هر څه د انساني میني او خواخوږي پر اساس کوي. که څه هم په دې کار یې خپلوان او خواخوږي ورته غوسه وي.

الین هنا اوس 84 کلنه ده، هغې پنځوس کاله دا کار پرمخ بیولی دی او په سلهاوو کتابونه یې په کیسټونو او سیډیګانو کې غږ ته اړولي او ويشلي دي، دا دومره اوږده موده یې دومره لوی کار بې له هر ډول مادي ګټې روان ساتلی دی، یو وخت د غږيزو کتابونو تیاروونکې یوې کمپنۍ د هغې کار ډېر خوښ کړ، د کمپنۍ مدیر هغه وروغوښتله او ډېري پیسې یې په انعام کې ورته وړاندې کړې، خو هغې ونه منلې، ځکه هغې هوډ کړی چې خپل کار به وړیا پرمخ وړي!

څه موده مخکې د CBS ټلویزون میلمنه کړه او د خپل کار په اړه یې پوره تفصيلات ورنه واخیستل، هغې هلته دا خبره هم وکړه چې د علم له معذورو تږیو سره یې مرسته هر څه دي او په دې کار کې د سکون او ارام احساس کوي. خو له دې مرکې وروسته په الین باندې د خلکو د ډالیو باران پیل شو، یوه سړي تیار کور ورکړ، ځکه هغه کرایه کور کې اوسيدله، د ساعتونو یوې سویډنۍ کمپنۍ د هغې د کار په مناسبت خورا قیمتي او ځانګړی ساعت ورته جوړ او ډالۍ کړ، د موټرو یوې کمپنۍ ډېر قیمتي موټر ورکړ.

د دې بوډۍ کیسه مې ځکه راواخيستله چې زموږ هیواد او سیمه کې تراوسه د غږيزو کتابونو دود نشته او د دې کار اهمیت خورا زیات دی، غږیز کتابونه له ړندو سره نالوستو خلکو ته هم ګټور دي، او زموږ خلک خو اکثره نالوستي دي، نو دوی له غږيزو کتابونو ښه ګټه پورته کولی شي، د غږيزو کتابونو په اهمیت به بل وخت خبره کوو اوس د الین هنا هِمت او انسانیت ته افرینونه ورلبږم، دې کاپري بوډۍ یواځي د انسانیت پر اساس دومره ستر او مهم کار دومره اوږده موده روان لرلی دی موږ هم باید علم او د علم محتاجو وګړو ته څه ورکړو. موږ هم باید پخپل نالوستي ولس رحم وکړو، موږ خو ځانونه “د اقرأ امت” هم بولو.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.