د کمو مرستو سربېره پاکستان د میلیونونو افغان مهاجرینو کوربه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي۳۰مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي چې که څه هم نړیواله ټولنه د مهاجرینو اړوند پاکستان ته خورا کمې مرستې کوي خو سربېره پر دې یې هېواد د تېرو څلورو لسیزو را په دېخوا د مېلیونونو افغان مهاجرینو مېلمه دی.

د مهاجرینو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي شورا ته په خبرو کې نوازشریف زیاته کړله: «د نړیوالې ټولنې مالي مرستې کمې شوي خو د پاکستان مېلمه پالنه کې هېڅ کمی نه دی راغلی».

هغه وویل چې دوی که څه هم منابع کم لري خو د پاکستان ولس خپل زړونه افغان ورورنو او خوېندو ته خلاص کړل.

نواز شریف په وینا پاکستان په عزت سره د افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدنې بهیر ملاتړ کوي او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د مهاجرینو په ځای پر ځای کولو کې مرسته وکړي.

د نوموړي په باور خلک د غریبۍ، جنګونو یا شخړو له کبله هجرت ته مجبوریږي، په نړۍ کې د مهاجرینو شمېر زیاتیږي چې ورسره د مرستې او مینې اړتیا ده.

نوازشریف دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول په خیبرپښتونخوا کې د افغان مهاجرینو ځورونې خورا زور اخېستی او په یو شمېر سیمو کې په زور افغان مهاجرین وتلو ته اړ کړل شوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.