مشرانو جرګه: له امریکايي ځواکونو دې «دیت» واخېستل شي

نن ټکی اسیا (وږي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): مشرانو جرګې روزګان کې پر دولتي پولیس د امریکايي ځواکونو بمبار وغانده او له امنیتي چارواکو یې وغوښتل چې له امریکا څخه د یادو سرتیرو دیت یا د وینې بدل واخلي.

دوه ورځې وړاندې د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د امریکايي ځواکونو په برید کې د یوې پوستې ۸ پولیس و وژل شول. دغه برید امریکايي ځواکونو هم تایید کړ. ګډحکومت مشران تر دې دمه د یاد برید په اړه غلي دي.

د مشرانو جرګې یو غړي نثار حارث په نننۍ ناسته کې وویل په ډیر تاسف سره د امریکايي ځواکونو په هوايي برید چې له کبله یې اته پولیس چې په خالي لاس «د امریکايانو په لاس جوړ شوي تروریزم» سره مبارزه کوي، وژل شوي.

هغه وویل چې امنیتي ادارې باید د وژل شوو اتو پولیسو په اړه بې تفاوته پاتې نه نشي.

نوموړي زیاته کړله چې دوی د عسکرو د وینې بدل [دیت] غواړي او پر دې سربېره دفاع او کورنۍ چارو وزارتونه هم د خلکو او تاریخ پر وړاندې مسوول دي.

محمد علم ایزدیار بیا د امریکايي برید د څېړنو په اړه ټينګار وکړ او ويې ویل چې اینده باید دا ډول بریدونه تکرار نشي. محمد حسن هوتک په پولیس برید وغندلو او پر باور یې چې امریکايي ځواکونو په قصدي ډول دغه برید کړی دی. هوتک هم د امریکايي ځواکونو څخه په «دیت» اخېستلو ټينګار وکړ.

د مشرانو جرګې بل غړي ګل محمد رسولي بیا د ګډحکومت د مشرانو، حکومت او امنیتي مسوولینو سکوت د اتو وژل شوو پولیسو د وینې مقابل کې جفا وګټله.

«حکومت حتا دغه پېښه ونه غندله، نه یې غږ راپورته کړ چې ولې تېروتنه وشوه؟ امریکايي ځواکونه یوه ستن ګوري خو افغان بیرغ او امنیتي ځواکونه چې په پوسته کې موجود و، يې ونه پېژندل».

کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یاد برید په اړه څېړنې کوي او امریکايي ځواکونو بیا ویلي چې دوی هغه کسان بمبار کړي چې په دولتي ځواکونو يې ډزې کولې او له دې پرته نور هېڅ معلومات نه لري.

دا لومړی وار نه دی چې دولتي پولیس دې د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې وژل کیږي. تر دې وړاندې لسګونه ځل دولتي پولیس او اردو د امریکايي ځواکونو تر هدف لاندې راغلي دي. نېږدې څو اونۍ وړاندې امریکايي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو هغه زندان بمبار کړ چې په کې ۲۶ دولتي پولیس او عسکر بندیان و.



3 تبصرې

  1. تف لانتیانو خرو!!
    تاسو خپل روزي رسان اشغالګر ټاکلي دي نو تاسو له خپل باداره څرنګه غچ اخلی ؟؟؟
    هې نالتیانو !
    خپل ناموس ترې وساتۍ اولس ته درواغ مه وایي !!

  2. د مشرانو جرګی ژړا په هغو اتو پولیسو چه وژل شوی نه ده ، د دی غم کوی چه اوس یی له مرګه څه مادی لاسته راوړنی تر لاسه کړی ، که هغوی جنګیدل هم د دوی د مادی لاسته راوړنو او د دغه پوستونو د ساتنی د پاره وو او چه اوس مړه دی هم څه مادی لاسته راوړنی ولری .
    ولی دومره خره دی ، چه په دی کار کی یی د ا منیت په نامه د بی امنۍ په ټړون کی یی تری قضای مصونیت تر لاسه کړی هغوی سل په سلو کی واکداران دی چه د شوری وکیلان ، وزیران او د ارګ دوه سری مشران هم مړه کړی او یا یی ورله به ناموس تجاوز وکړی دوی د څه ویلو حق نه لری ، دا خبره چه دوی ته معاشونه ورکوی او دوی د هغوی په واسطه دغه پوستونه تر لاسه کړی او د دوی په کورونو او دفترونو کی خوندی ساتنه دهغو به واک او خوښه ده ، هر وخت چه یی د کباب کولو وخت راشی بیا تری کبابونه هم جوړوی

  3. mubarak mu sha afghananu zaka che os ba da polico da wenu pa sar deyat akhestal kege ao hagha ba ham nem pa nem da mashranu jarga akhli

    lanat pa dagha kufaro afghananu che parlaman k nast de .
    da askar khu sa pa khat nade wajhal shawe che deyat tre wakhestal she da p qasde dawal wajhal shawe de ,ao bala da che pa taso kislam kuma de che taso deyat ghwaray ao deyat khu da musulman na akhestal kege da kafer ba sar qalam k

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.