رانجه (سرمه) په اسلام او ساینس کي (۲ برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

ګیلینیا (Galena) څه شی دی؟
هغه ترکیب چي رانجه ورڅخه جوړیږي هغه ته ګیلینا وايي، چي په کیمیا کي ورته لیډ سلفایډ (pbs) وايي، په لرغوني مصر کي ورته مسټم (Mestem) یا سټم (Stim) وراته وايي، چي د یوناني ژبې د سټیمي (Stimmi) یا سټیبي (Stibi) او یا د لاطیني ژبې د سټیبیوم (Stibium) څخه اخیستل شویدئ.

د جرمني د کیمیا پوه پروفیسر ایکس فشر (X- Fischer) څېړنه:

پروفیسر ایکس فشر یوه مقاله د «د لرغوني مصریانو د سترګو کیمیاوي ترکیب» تر سرلیک لاندي په ۱۸۹۲ میلادي کال کي خپره کړه، په دې مقاله کي پروفیسر فشر دا ثابته کړې ده چي هغه رانجه چي پخوانیو مصریانو استعمالول هغه ګیلینا ده، ډاکتر فشر هغه رانجه چي د حنوط شوي (مومیایي شوي) جسدونه څخه ولاسته راوړې وه، د هغه ټول اجزاء یې و څېړل، او په دې مقاله کي یې لیکلي وه چي دغه رانجه مصریانو د سترګو د ښکلا او دوا لپاره استعمالول چي هغه ته لیډ سلفایډ وايي.

رانجه په احادیثو کي

عن ابن عباس ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: علیکم بالاثمد فانه یجلو البصر و یُنبت الشعر، و زعم ان رسول الله صلی الله علیه وسلم کانت له مکحلة یکتحل منها کل لیلة ثلاثا فی هذه وثلاثا فی هذه.

ژباړه: د حضرت ابن عباس څخه روایت دﺉ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل، تاسی په اثمد سره سترګې توری کړﺉ دا ځکه چي دا د سترګودید زیاتوي او د باڼوګانو ویښتیان غټوي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم رانجوننې (رجړومه)
درلودل چي هره شپه یې درې درې ځلي سترګې په تورولې.

(یجلو البصر) یعني سترګي ښکلي کوي او دید یې زیاتوي.

(ویُنبت الشعر) یعني باڼو ګان غټوي، چي د ا خپله هم د سترګو د فاع ده او هم ښکلا ده.
(عون المعبود ۱۱/ ۷۵)

مسند ابی داود الطیالسی حدیث : ۲۸۰۳

مصنف عبدالرزاق صنعانی حدیث:۶۲۰۰

مسند الحمیدی حدیث: ۳۵۰

مصنف ابن ابی شیبه: حدیث:۲۳۴۸۶

مسند احمد الرسالة: حدیث:۲۰۴۷

سنن الدارمی ، حدیث: ۱۷۷۴

سنن ابن ماجه، حدیٍث:۳۴۹۵

سنن ابی داود، حدیث: ۳۸۷۸

سنن ترمذی، حدیث: ۱۷۵۷

سنن الکبری للنسایی، حدیث: ۹۳۴۴

مسند ابی یعلی الموصلی،حدیث: ۲۰۵۸

صحیح ابن خزیمة، حدیث: ۲۰۰۸

صحیح ابن حبان،حدیث:۵۴۲۳

والنسائي (۵۱۱۳) و ابن ماجه (۳۴۹۷) ، و صححه الألباني في “صحيح أبي داود” . أخرجه الطبراني في “الكبير” (۱/۱۰۹ ، رقم ۱۸۳) و حسَّنه المنذري و العراقي وابن حجر ، انظر “الترغيب والترهيب” (۳/۸۹) و “فتح الباري” (۱۰/ ۱۵۷)
او داسي نور… ۳۹ کتابونو کي دغه مبارک حدیث شریف شتون لري.

نور بیا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.