کابل؛ د حزب اسلامي حکمتيار ډلي غړي د سولې شورا غړیو سره

سرچینه: د حزب او حکومت تر منځ به د سولي سند نن یا سبا لاسلیک شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي افغانستان یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې نن د چارشنبې په ماپښين او یا هم سبا د پنجشنبې په سهار به د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولي سند لاسلیک شي.

دغه جګپوړی مشر چې د حزب اسلامي د مذاکراتو پلاوي ته ډیر نیژدې بلل شوی، ویلي چې حزب اسلامي به د هوکړه لیک تر امضا وروسته نور د وسلوال مقاومت څخه لاس واخلي او په سیاسي لوبه به ور ګډ شي.

د پاکستان د ایکسپریس ټربیون ورځپاڼي د نوموړي له خولې لیکلي چې د امضا مراسم به نن د چهارشنبې ماپښين او یا هم سبا سهار ترسره شي.

د یادي سرچیني په وینا، غیرت بهیر به د حزب اسلامي د پلاوي مشري کوي او امین کریم به هوکړه لیک امضا کړي.
د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د شوې موافقې متن کې د دولت او حزب اسلامي تر منځ متقابلې ژمنې او ګډې ژمنې دي. دغه سند په ۶ مخونو کې په درې فصلونو او ۲۶ مادو کې ترتیب شوی دی.

په ګډو تعهداتو کې د دواړو لورو له لوري د جګړې پایته رسول، د سولې او امنیت تامین، اسلامي ارزښتونو ته پابندي، د قانون پر وړاندې د ښځو او نرانو برابر او له تبعیض پرته حقوق او نور دي.

د دولت په تعهداتو کې بیا په ګلبدین حکمتیار او د حزب په نورو رهبرانو باندې لګیدلي بندیزونه لرې کول، دغه ګوند په رسمي توګه پېژندل، د قانون له مخې دغه حزب ته د سیاسي فعالیت اجازه ورکول شامل دي.

دولت همدا راز ژمنه کړې چې حکمتیار ته به د جهادي رهبر په توګه د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې خاص اعزاز او احترام ورکول کیږي او د هغه لپاره به له دوه تر دې د اوسېدو ځایونو، مصارف او امنیت ورکول کیږي.

پر دې سربېره دولت به د حزب اسلامي ټول بندیان چې جنايي جرمونه یې نه وي کړي خوشې کوي. همدا راز حزب اسلامي به هم د دولت ټول کسان چې ورسره بندیان دي، ازدوي.

د سند په یوه برخه کې راغلي چې حزب اسلامي به د ټولو «ترهګرو» ډلو سره اړیکې پرې کوي او هم به یې ملاتړ نه کوي.



2 تبصرې

  1. پورتنی لیکنه کی می هغه کرښی ته له ډیره شرمه خندا راغله چه پکی ویل شوی چه د حزب یو لوړپوړی کس رسنیو ته د ( ځپل نوم په نه ښودلو ) ویلی چه د حزب نکاحنامه به نن یا صبا اعلان شی ، که دغه کار د حزب سم کار وی دحزب غړی پری ولی شرمیږی چه دخپل نوم د ښکاره کولو او یادولو شرمیږی او که بد کار وی نو بیا ولی تسلیمیږی . دی کار د حزب او حکمتیار ذلیلتیا په ډاګه کړه .
    د دوی د دی تسلیمی پوری د یوی افغانی میرمن یو ځواب دهغی د میړه به اړه راپه یاد شو ، یوه ورځ د چاکور کی مونږ ګډ میلمانه وو د هغه میرمنی میړه مونږ پیژندلو ، مونږ یی له میرمنی پوښتنه وکړه چه میړه دی چیری دی ، هغی لمړی ځواب نه راکولو او جه مونږ تکراری تری پوشتنی وکړی د مجبوریت له مخی یی مونږ ته وویل بی ادبی دی معاف وی ویل ( د غولو ځای ته د غولو د باره تللی ) زه حیران شوم چه دا خور څه وایی مونږ ورته ویل ستا مطلب څه دی ؟ هغی په ډیر ژړغونی اواز ځواب راکړو چه کشکی زه یی میرمن نه وی ، پی میړه ښه ووم ، مونږ بیا ورڅخه د توضیح هیله وکړه چه ښه اخر څه شوی او چیری دی ، هغی پیچارګی وویل هغه ترجمانی ته تللی دی ،
    زه حیران شوم چه یوه میرمن او دومره غیرت ، د حیرانتیا وړ وه . نو د حزب لوړ پوړی غړی هم نه شو کولای رسنیو ته له شرمه خپل ننم ښکاره کړی .

  2. سوله اصلا د دوه متخاصمو دله منځ کی وی دی ته سوله ویل به اشتباه وی یاخو ارتداد او تسلمی سند وویل شی یا هم د احمد خبر نکاحنامه زه د ښکنزلو مخالف یم ځکه ځنی ملګری ګمان کوی چی کیدیشی دا به حزبی وی حکمتیار صاحب یوه ویدو ما ولیده چی هغی کی ویلی څوک چی امریکایانو سره د افغانستان اشغال مرستی کوی او کری یا هم مجاهدینو سره د امریکا لپاره جنګیګی بی له شکه مرتد دی اوس نو دا سوال پیدا کیژی چی محترم مشر د دووو جهادنو قاید د( دوی خبر ) حکم څه دی اوس حزبیان څه دی ایا دا هم مرتد شول که اوس هم مجاهدین دی ایا دا نفاق ندی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.