د افغانستان بانک نن څوارلس ملیونه ډالر لیلاموي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان بانک اعلان کړی چې نن به ۱۴ ملیونه ډالر د لیلام په ډول وپلوري.

د دغه بانک څخه په صادر شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن د چار شنبې په ورځ (وږې ۳۱) به د افغانستان بانک ۱۴ ملیونه ډالر وپلوري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یوازي هغو صرافانو او تجارتي بانکونو ته اجازه ورکول کیږي چې په دغه داو طلبیو کې ګډون وکړي، چاچي له مخکي د افغانستان بانک سره خپل یو نیم ملیون افغانۍ د تضمین په ډول ایښی دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې لیلام ګټونکي مکلفیت لري چې خپل حسابونه د ورځي په پای کې تصفیه کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.