تۀ یې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه

لیکوال: اتل مشواڼی

پخوا به موږ یوازې دومره هڅه کوله، چې افغانان د امریکا لۀ خپلګټې سیاست څخه خبر کړو، چې د خپلو موخو لپاره افغانستان ته راغلې، ګټې ځان ته کوي، تاوانونه موږ ته را اړوي.

اوس زۀ داسې فکر نه کوم او خپل ځان ته لۀ کتنو وروسته دا حق هم نه ورکوم، چې داسې فکر وکړم.موږ اشغال یوو، پۀ سیاست کې واک لۀ بل سره دی، اقتصاد بل پورې تړلی دی، ښوونیز سیستم تر ډېره د بل پۀ لاس کې دی، پر دې اوس خپله ډېر هغه سیاسون اقرار کوي، چې یو وخت یې دا خبرې بغاوت او افواهې ګڼلې.

خبره اوس لۀ دې هم وړاندې تللې، کۀ یې را سره ومنئ موږ د غلامي لۀ مرحلې هم پۀ ټيټه مرحله کې ژوند کوو، امریکا نه یوازې موږ خپل غلامان بولي، موږ ته، افغانانو ته، مسلمانانو ته د انسانانو پۀ ارزښت هم نه دي قایل.

دا د ۱۹ جنوري ۲۰۱۲ م کال کیسه ده، جیواني لوپورټو لۀ خپل جرمن ملګري برنډ میولین سره ملتان ته لۀ دندې راغلل، پۀ همدې شپه طالبانو د قاسم بیلاسي پۀ سیمه کې برمته کړل. جیواني لوپورټو د سسلي پۀ پالرمو کې زېږېدلی و، دی پۀ ۲۰۱۰ م کال کې لۀ welthungerhilfe جرمني ادارې سره یو ځای شو، دې ادارې به لۀ قدرتي پېښو اغېزمنو سره مرستې کولې، پۀ “۷۰ “ملکونو کې “۸۱۲۰” ادارې لري. پۀ “۲۰۱۰” م کال پۀ پاکستان کې سخت سیلابونه راغلل، سيلابونو پښتونخوا، بلوچستان، سند او نورې سیمې و ځپلې، welthungerhilfe جرمني موسیسې لۀ سيلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د جیواني لوپورټو پۀ مشرۍ پۀ ۲۰۱۲ م کال د جنوري پر “۱۶” خپله څانګه پاکستان ته ولېږله. جیواني او برنډ د طالبانو لاسونو ته ورغلل، دوی یې وزیرستان ته بوتلل، د دوی د نیولو خبر ډېر ژر د خبرونو سرټکي شول، امریکې، ايټالې او جرمني هڅې پیل کړې چې دوی لۀ طالبانو را خلاص کړي. طالبانو د ۲۰۱۴ م کال پۀ اکتوبر کې برنډ میولین د کابل شاوخوا کې خوشې کړ او خصوصي تیارې کې جرمني ته یوړل شو. جیواني د ۲۰۱۵ م کال تر لومړیو پورې لۀ طالبانو سره و، امریکا د جنوري پر “۱۵” پۀ ۲۰۱۵ م کال د جنوبي وزیرستان پۀ وچه دره کې د بنګنې برید وکړ،برید کې اووه تنه مړه شول، پنځۀ یې طالبان او دوه نور جیواني او وارن واین سټاین و. وارن واین سټاین ۷۳ اویا کلن امریکانی و، د میري لنډ اوسېدونکی و. “اسټن ایسوسي ایټس” کې کارمند و، پۀ ۲۰۱۱ م کال کې د اګسټ پر ۱۳ د لاهور لۀ ماډل ټاون څخه القاعدې برمته کړ. ډېر وخت یې وزیرستان کې وساتۀ، دوو ويډوګانو کې یې القاعده خبرې هم خپرې کړې، القاعدې د خپلو ملګرو خوشې کول غوښتل. دی هم پۀ نوموړي برید کې ووژل شو.

طالبانو د جیواني او وارن پاتې شوني پۀ وچه دره کې ښخ کړل، د دوی هډوکي او غوښې د خاورو خوراک شوې.د ايټالې حکومت د جیواني د خوشې کېدو پۀ موخه لۀ طالبانو سره خبرو کې و. اخيري لیدنه کې طالبانو د جیواني د مرګ ورته وويل. ايټالې ته دا خبر هېښونکی و، دوی څېړنې پیل کړې، خبره ريښتا شوه، ايټالې امریکې ته د پېښې د سپیناوي وويل.امریکې د پېښې پلټنې پیل کړې، خبره رښتیا وه.وروسته د امریکې استخباراتو لۀ وچې درې د دوی هډوکي یوړل، د “ډي این اې” ټېسټ جوته کړه، چې هډوکي د جیواني او وارن وو. امریکې او د دوی لوړپوړو چارواکو د جیواني پر مرګ ژوره بښنه وغوښته.

اوباما وویل “د جیواني مرګ د امریکې غټه تېروتنه وه، کۀ زۀ خبر وای چې دی به دالته وي، هيڅکله به مې هم د برید اجازه نه وای ورکړې.زۀ د پلار پۀ حيث د دوی د کورنۍ لۀ زړونو خبر یم،جیواني بې ګناه او بهادر و. ”

ايټالې د امریکې پر خبرونو بندیز ولګاوو، د جیواني کورنۍ امریکا نه بښله، اخېر امریکا مجبوره شوه، چې د ۲۰۱۶ م کال د جولای پر”۸ ” د جیواني لۀ کورنۍ سره تړون وکړي، امریکې د جیواني مور ګیوسي (Giusy) ، پلار ویټو، ورور ډینل لوپورټو ته “۱۱ لکه ۸۵ زره” یورو د خون پور ورکړ. امریکا اوس د وارن لۀ کورنۍ سره هم پۀ ورته ربړه کې ګېر ده.

دا د دوی د وینو ارزښت دی،امریکې چې پر افغانستان یرغل کړئ تر ننه به یې څومره بې ګناه کسان شهیدان کړي وي، يوازې رب ته پته ده. زموږ د وینو ارزښت یې د اتانې هومره هم نه دی ګڼلی، لۀ دې وژنو خوند اخلي، دلته د ماشوم غوښې د دوی بارتو کباب کړې، د بشر حقوق ړاندۀ دي. د ناوې لوپټه د مزایل چرو سورۍ -سورۍ کړه امریکې پرې ټېنشن وانه خیست. ودونه، کاروانونه، مکتبونه، مدرسې، روغتونونه، پلونه بمبار شول، چا یې تپوس ونه کړ.

هو دا دومره ډېر بې ګناه چې ووژل شول، دا زرهاوه افغانان چې ووژل شول دوی امریکې ته انسانان نه ښکارېدل او نه ورته پر انسانیت قایله وه، کۀ داسې وای، د هر مړي يۀ بدله کې به یې یوولس سوه پنځۀ اتیا زره یورو خون بها ورکړې وه، د هر وژل شوي پۀ بدله کې به یې بښنه غوښتې وه.

د جیواني مرګ د افغان لۀ مرګ سره فرق لري، جیواني د اروپا و، افغان د افغانستان دی، هغه مسلمان نه و، افغانان مسلمانان دي، هغۀ د پوښتنې لپاره واکمنان درلودل، افغانان داسې تپلي مشران لري، چې د خپل عسکر د مرګ پوښتنه هم نه شي کولای. د هغۀ عسکر پوښتنه نه شي کولای، چې دی یې لۀ برکته پلازمېنې کې مزو کې غوپه دی،د هغه عسکر پوښتنه نه شي کولای، چې د دۀ د فرېب او غلام سیاست لۀ وجې لۀ خپل ورور سره پۀ جګړه اخته دی، شپه یې ویښه وي، ورځ یې ستړې وي او ژوند یې پر اوږو بار وي.

د ارزګان پۀ پېښې ولې غلي یئ؟ د دوی د وینو پوښتنه لۀ خپل باداره ولې نه کوئ؟ دوی د چا زامن وو، نن به یو کور پرې ژړیږي.

ويل کیږي چې امریکا پر داعش ځکه بریدونه نه کوي، چې داعش کې ډېر د اروپا خلک دي، امریکا وېریږي، چې بیا د جیواني پۀ څېر ترې خون بها ونه غوښتل شي. دلته بیا دا ویره نه لري، زموږ واکمنانو دوی ته د ژمنتیا کلیسایي سوګند کړی، نه د چا ژوند ارزښت لري، نۀ د چا د وینو پوښتنه کېدای شي.

دا زمزمې به د ارګ لۀ چارجوبه د حال پۀ ژبه نه اورئ؟

تۀ یې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه!



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

2 تبصرې

  1. محمد نعیم سادات

    تعصب ‌‌‌‌‌‌ډیر مردار شی دی ، امریکا او غرب د رنګ ، ژبی ، سیمی او جنسیت له توپیرونو د تعصب د خپریدو لپاره استفاده کوی . امریکا خپل خلګ همیشه د مسلمانانو سره په تعصب کی ساتی او په همدی خاطر اروپایان او امریکایان د مسلمانانو په وژل کیدو هیڅکله نه خوابدی کیږی . د امریکا او اروپا اکثریت خلګ په دا‌‌‌‌‌‌ډول افراطی تعصب کی ساتل کیږی چی د مسلمانانو مرګ بیخی لکه د انسان مرګ نه ورته ښکاری . که لڼ‌‌‌‌‌‌ډ راشو او زموږ په هیواد کی د تعصب نتیجه وڅیړو تاسی به ووینی چی کله په وزیرستان کی ‌‌‌‌‌‌ډلی ‌‌‌‌‌‌ډلی خلګ وژل کیږی د بلی سیمی خلک نه پری خوابدی کیږی . لکه دا خلګ چی انسان نه وی داسی ورته ښکاری . ددی ټولو ذهینتونو مور تعصب دی کله چی تعصب له منځه لاړشی بیا به د یوه انسان د بل انسان په مرګ حد اقل زړه خفه کیږی .

  2. محمد نعیم سادات

    د تعصب د خپریدو یوی بلی بیلګی ته تاسی زیر شی چی نوموړی بیلګه د ښځو او نارینوو په منځکی د تعصب د خپرولو بیلګه ده . د افغانستان اساسی قانون په اولسی جرګه کی 25% کرسی ښځو ته ځانګړی کړی . دلته نور اهلیت د کار او سالم رقابت کوم رول نلری بلکی تاسی کولی شی چی د خپل جنسیت له برکته په یوه کرسی ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه ووهی . ددی کار په کیدو نور انتخابات خپل اهمیت له لاسه ورکوی ځکه چی پدی صورت کی نور رقابت کول او د اهلیت درلودل کومه معنی نلری بلکی اساس د اهلیت جنییت تعینیږی . دا خبره په هیڅ منطقو هم برابره نه ده خو غربیان دا کار د ښځو او نارینوو په منځکی د تصب د پیداکولو لپاره کوی چی بیا وروسته د نوموړی تعصب څخه د خلکو په کنترولولو کی استفاده وکړی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.