دحسن څراغ/تپاندزۥهاد

تپاند زۥهاد

د حسن څراغ بل سو رڼا په تاريكو کي
جانانه ستا د ميني تجلا په تاريكو کي

قسمت مي راته وژړل چي ستا عجب نصيب دي
ازل مي هميشه کوي دعا په تاريكو کي

بهار بهار ځواني مي سوله ويلي ستا فراق کي
په برخه مي جانانه ده ژړا په تاريكوکي

دغره ديو بلبل څه مي تفوس دميني وکړ
هغه راته ويله چي سزاپه تاريكوکي

دسپين سحردښمنه ژر غروربه دي زوال شي
يو څوك کړي هره شپه درته ښراپه تاريكوکي

دا ستا دښکلا وړانګو ته به کله ورسيږم
يو ستړي لاروې يم ځم تر تاپه تاريكوکي

ښايست ته به دي ګرانه زه؛تپاندزۥهاد؛پتنګ سم
چي نن دي کړله بله بيا ښکلاپه تاريكوکي

تپاندزۥهاد



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.