غزل/ خالقيار احمدزی

خالق یار احمدزی

اې لارویه په دې لاره بیا کاروان تیریږی
فکره لږ ویښ شه چې داڅه په دې جهان تیریږی

چا ویل اطلس کې ستا قدم د راتلو لارې څاری
اوس خاطرې دې هسکې شوې تر آسمان تیریږی

که د بلقیس د رویبارۍ لاسونه سره په نخرو
پاس په هوا کې زرین تخت د سلیمان تیریږی

عشقه ترڅو به دجانان په دې ښکلا مین وې
لږ وړاندې وګوره چې سره اوسپین ګلان تیریږی

ما تخیل کې ارسطو او سینا پورته ګڼل
اوس مو هرچم کې ترینه ښکلی عالمان تیریږی

د خالقیار په ژبه هر وخت دا دعا جاری وی
ته یې نور خلاص کړې چې ترڅه افغانستان تیریږی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.