ننګرهار: «پولیس له غلو سره لاس لري»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت د مرکز اوسیدونکي وايي چې په دغه ولایت کې پولیس د غلو سره لاس لري او په ګډه سره د غلا عملیات ترتیبوي.

تیره ورځ د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکو د ولایت مقام مخته لاریون وکړ، لاریون کوونکو له ځانه سره د هغو درو کسانو جسدونه هم راوړي و, کوم چې د سه شنبه په شپه په یوه ترافیکي پيښه کې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې مړه شوي وو.

لاریون کوونکو وویل چې ترافیکي پيښه قصدي عمل وو او هدف یې غلا وه، چې د پولیسو تر سرپرستی لاندي تر سره شوه او له پيښي وروسته د قربانیانو پيسې او سره زر غلا شوي وو.

د نصرت ولي په نوم یوه کس رسنیو ته ویلي چې د تره زامنو یې د کابل څخه ننګرهار ته خپل کاروبار انتقاله وو، په همدې موخه یې خپل شتمنۍ راټولي کړې وې او د ننګرهار په لور روان وو.
نوموړي زیاته کړې چې غله د دوی په راتګ خبره ول، ځکه یې په لاره کې ورته هینو موټر درولی وو او په قصدي ډول یې په ترافیکي پيښه کې ووژل.

نوموړي ویلي چې د تره زامنو سره یې ۲۱۰ توله سره زر او ۷ زره ډالره نقدي پیسې ورسره وي.

نصرت ولي زیاته کړې چې له پيښي سمدستي وروسته دوی هلته ورغلل خو بیا هم پولیسو تر هغو اجازه نه ورته ورکوله تر څو چې غلو په اطمینان سره پیسی تر خوندي ځایه انتقال کړې نه وي.

باید وویل شي چې د تیري دوشنبې د ورځي په دغه ترافیکي پيښه کې ددوه وروڼو په ګډون ۳ تنه وژل شوي ول.

د وژل شویو وروڼو پلار حاجي ګل ولي رسنیو ته ویلي چې زامنو یې د سرو زرو کاروبار کاوو، غوښتل یې چې خپل کاروبار ننګرهار ته انتقال کړي چې په لاره کې په هینو موټر په قصدي ډول ووژل شول او شتمني یې لوټ شوه.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار کې د پولیسو او غلو تر منځ د اړیکو خبر ورکول کیږي، بلکې ددې ترمخه هم د انسان تښتوني او غلاوو په قضیو کې ددواړو اړخونو تر منځ د دتفاهم په اړه شکونه څرګند شوي دي.



یوه تبصره

  1. پولیس یواځی ندی دوی سره ولایتی شورا، دپارلمان وکیلان او داسی نور عله دی چی پولیسو ته برات ورکوی، هغه بله ورځ یو اختطاف ګرنیول شوی دننګرهار په محبس کی دمشرانو جرګی له خوا قا ضی ته زنګ وهل کیږی چی نفر سره پام کوه چی زما ملګری دی. دلغمان څحه نفر راځی او قا ضی ته وایی چی صبا راځم او نفر لاس نیولی وباسم چی خبر اوسی. په دی ځنڅیر کی ټول خا ینان سره یو ځآی شویدی. قا ضی بس وایی چی که می زړه وی کنه خوشی کیږی راځی یو څو روپی خو به ترلاس کړی بس مجبور دی عل خوشی کړی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.