لس ټکي چې د خبرو په ګټلو کې مرسته کوي

ژباړه- نصرت ارمان

د يو ښه ويناوال جوړېدنه کولای شي ستاسو په مسلک کې لوی بدلون رامنځ ته کړي، تاسو به وکړی شئ چې ډېرې پيسې ترلاسه کړئ(د غوره خبرو اترو په پيلولو سره به ستاسو معاش لوړ شي)، په لوړ سرليک د اوچتو خبرو اترو په کولو سره ښايی چې مشهورې پروژې واخلئ.

تاسو به څنګه په خبرو اترو کې ښه شئ؟

مهمه نه ده چې د بحث لپاره په کومه موضوع په برياليتوب سره خبرې اترې کولای شئ، چې تاسو خپلو هدفونو ته ورسئ دا فکر او تمرين ته اړتيا لري. ما ډېر خلک ليدلي چې د خوښۍ له خبرو وېرې ته ځي.

دا لس ټکي به له تاسو سره د خبرو اترو په مهارت کې مرستندوی شي.

۱- کورنی کار وکړئ: د موضوع په انتخاب فکر وکړئ او مخکې له دې چې بحث ته لاړ شئ موضوع ښه وڅېړئ

۲- د ټولو خواو حالت وګورئ: هڅه وکړئ چې پوی شي مخاطب کس له کوم ځایه راځي؟ کوشش وکړئ هغوی وپوښتئ چې تاسوته د خپلو اړتياو او مهمو اندېښنو په اړه څه ووایی.

۳- خپل هدفونه په واضح ډول تعريف کړئ: مخکې له بحثه ځان ډاډه کړئ چې څه غواړئ ؟ بیا لاړ شه. نو هغه پايله به ترلاسه کړې چې ته يې غواړې.

۴- د بحث لپاره ښه وخت وټاکئ: تاسو به د خبرو لپاره پوره وخت غواړئ او داسې وخت نيول چې کله ټول ګوندونه هوسا وي نه احساساتي.

۵- خاموش پاتې شئ او له احساساتو ډډه وکړئ: کله چې تاسو په احساساتو کې راځئ، نو ستاسو فکر به هم ډېر لانجمن شي.

۶- غوږ شئ، غوږ شئ او لږ نور غوږ شئ: د بحث په جريان کې له خبرو، اورېدو ته ډېر وخت ورکړئ.

۷- کوم څه چې غواړې په اړه يې وپوښته: کوم څه ته چې اړتيا لرې او خوښوې چې هماغې پايلې سره مخامخ شې نو له تشريح کولو يې مه وېرېږه، خو په خاموشانه او له تاثير نه په ډک انداز سره.

۸- له ګوتې نيولو ډډه وکړئ: په موضوع تمرکز وکړئ نه په شخصيتونو.

۹- تخليقي حل لار پيدا کړه: د ګټې فکر وکړه، نه داسې چې څوک به مخکې لاړ او ګټونکی شي او بل به بايلونکی. دا هېڅ کومه غلطي نه ده چې يو ځای کار وکړئ او تخليقي لارې وټاکئ، د ټولو اړخونو اړتياوې ووينئ.

۱۰- په ياد ولرئ چې هلته به تل سبا وي: که د بحث سر په غلطه لارښوونه، غوسه او نښته وشي، لازمي ده چې د بحث سپارښتنه به راتلونکي ورځې ته شي، وروسته هر يو چانس لري چې شاته قدم واخلي، ارام شي او فکر وکړي.

ډالۍ: ښه ويناوال اوسېدل همدارنګه ستاسو په شخصي ژوند کې هم مرسته کولای شي، لکه د خپلو کوچنيانو سره په وخت موافقه کول، چې کوم فلم وګوري او په کوم هوټل کې له خپلې مېرمن سره ډوډۍ وخورئ.

مه ډارېږئ! د خپلو خبرو لپاره همدا نن تمرين پيل کړئ.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.