د کندوز پنځوس سلنه ښوونځي طالبان اداره کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د کندوز ولایتي شورا وايي چې د کندوز ۵۰ سلنه ښوونځي طالبان اداره کوي او دوی تر خپل کنترول لاندې سیمو کې خپل تعلیمي نصاب تطبیقوي.

د کندوز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي ویلي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ښوونځي خلاص دي خو طالبان په دغو ښوونځيو کې خپل تعلیمي نصاب تطبیقوي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې د ښوونځيو مدیران او معلمان د طالبانو لخوا ټاکل کیږي.

په عین حال د کندوز د ولایتي شورا مرستیال توریال کاکړ ویلي چې په دغه ولایت کې ۵۰ سلنه د ښوونې نظام د طالبانو تر کنترول لاندې دی.

د دشت ارچي یو معلم فیروز پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دغه ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونځي بند دي او په خلاصو ښوونځيو کې بیا طالبان خپل نصاب تدریسوي او هم له معارفه نظارت کوي.

هغه زیاته کړله چې طالبان د «فرهنګ/کلتور» په نوم له یوه مضمون سخت مخالف دي، پاتې نور ټول مضامین تدرسییږي او کوم ښوونکی چې غیرحاضري کوي د طالبانو له خوا جریمه کیږي.

دوه اونۍ وړاندې طالبانو د یاد ولایت په چاردره ولسوالۍ کې د انجونو د یوې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودله چې په وینا یې د یادې مدرسې د رغونې چارې به په یو کال کې بشپړې شي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د خپلې ولکې لاندې سيمو کې د ښوونځيو څارنه کوله، کوم ښوونکي چې حاضري يې نه ورکوله، ترې تنخوا کموله او په نصاب کې یې د فرهنګ په نامه مضمون نه پرېښود. طالبان وايي چې په ښوونځيو کې د فرهنګ په نامه مضمون چې موسيقي او بې لارې په کې تدريس کېږي له اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې ده نو ځکه يې په ښوونځیو کې ددغه مضمون د تدريس مخه نېولې ده.

د کندوز د معارف د ریاست د معلوماتو پر اساس اوسمهال په دغه ولایت کې ۳۲۹زره متعلمین په ۵۰۰ ښوونځيو کې زده کړې کوي چې له منځه یې ۱۲۴زره انجونې دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.