دوه كاله د يوې ناكامې تجربې په بهير كې

م، شفيقي

دوه كاله وړاندې د سنبلې پر ۲۹مه د ډاكټر غني او عبدالله تر منځ هغه هوكړه لاسليك شو چې د امريكا سفير او د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړي استازي هم لاسليك كړ او د هغو له مخې د هېواد د اساسي قانون خلاف حكومت د دوو ټيمونو تر منځ ووېشل شو.

زما هغه ورځ ښه ياديږي چې په ماښام يې په كابل نيوز كې د همدې هوكړې پر اغيزو او راتلونكې بحث جوړ شوى وو.په دې بحث كې چې ښاغلى ځواك يې كوربه و پتمن د ډاكټر غني او مهاجرينو وزير عالمي بلخي  د ډاكټر عبدالله په استازيتوب برخه درلوده. زه يې د آزاد ژورناليست په توګه درېيم تن وم.

ښاغلى پتمن د هوكړې دو آتشه مدافع و، بلخي صاحب دفاع كوله خو له دې اعتراف سره چې دا د اساسي قانون خلاف كار دى. ما د يوه افغان په توګه دا اندېښنه ښووله چې دغه هوكړه نوې تجربه ده. دا نه ائتلافي حكومت دى او نه انتخابات پكې بنسټيز رول لري. دا به د دوو تنو رحم او كرم ته پاتې وي، كه دوى متحد وي او ګډكار وكړي، د هېواد ستونزې او د ولس غوښتنې ورته مهمې وي نو ښايې ښه پايله ولري خو كه دوى داسې ونه غواړي هېڅ داسې ضمانت نشته چې دغه عجيبه تركيب دې بريالى شي.

ائتلافي حكومتونه، ملي حكومتونه او انتخابي هغه بېلې ځانګړتياوي لري، دغه هوكړه چې د دوو ټيمونو(بايلونكي او ګټونكي) تر منځ پكې واك وېشل شوى و بلكل يوه نوې تجربه وه.

د كابل نيوز په غه بحث كې صديق پتمن يو ځل ډېر احساساتي شو ويل يې: موږ خو نه له پنجابيانو سره حكومت ويشلى، نه له آى اس آى سره ، نه له سي آى اې او نورو سره، موږ له خپلو افغانانو سره حكومت ويشلي دى، خو خلك بيا ولې پرې اعتراض وكړي!! پوښتنه دا ده چې دوه تنه او يا دوه ګروپونه ولې د يوه ولس پر برخليك حاكم شي؟ كه د انتخاباتو د پايلو له مخې وي، بيا خو ګټونكى او بايلونكى بايد معلوم وي، كه انتخابات له اعتباره لويدلي وي، بيا دوه ګروپه ولې، بايد په ملي حكومت كې ټول اغيزمن ګروپونه شريك وي.اوملي حكومت هم د لنډ مهال لپاره وي چې بيا ځاى انتخابي حكومت ته بايد پريږدى. په هر صورت په لنډ تنګ وخت كې پر داسې مسايلو بحث پايله نه لري، خو دا دي دوه كاله وروسته اوس د هېواد ډېر وګړي پر دې باوري دي چې دغه د جان كري نسخه بريالۍ نه وه او د هېواد دوه كاله پرې ضايع شول.

نوي حكومت له نړيوالې ټولنې سره د اړيكو د تازه كولو په دور په هغه لومړۍ ورځ له امريكا سره امنيتي تړون په هغه بڼه لاسليك كړ چې د پښتو او دري متن منځپانګې يې هم يو له بل سره توپير درلود، په مشورتي لويه جرګه كې چې پر هغو كوم بحثونه وشول او كوم وړانديزونه د جرګې لخوا هغه پكې رعايت نه شول.

نوي حكومت د پخواني له تجربو څخه د ګټې پر ځاى غالباً د خپلو پر ډېرو مثبتو تجربو او تګلارو هم  كرښه راكش شوه.

له نړيوالې ټولنې سره د يو طرفه امتياز يارانه چې پخوا تجربه شوې وه له سره پيل شوه، د جګړي په ډګر كې ل پرديو ځواكونو نه هغه بنديزونه لري شول چې د ولس او حكومت تر منځ يې واټن زيات كړى و.د شپې چاپې له بنديانو سره بدسلوك او د نيولواو وژلو لړۍ له سره توده شوه.

پايله دا شوه چې دا دې د بهرنيو پوځيانو شمېر بېرته په زياتېدو شو. او هغوى چى د جنګي ماموريت د ختم اعلان كړى و اوس بېرته په جنګي ماموريت بوخت شول، خو جګړه په تېرو دوو كلونو كې دوه برابره تونده او د مرګ ژوبلې كچه ډېره لوړه شوه، له پاكستان سره د اړيكو په برخه كې هم متأسفانه پخوانۍ تجربې شا ته وغورځول شوې، ولسمشر غني د دپلوماټيك عرف پر خلاف اسلام آباد ته په خپل لومړي سفر كې د پاكستان د پوځ د لوى درستيز دفتر ته ورغى، امنيتي تفاهم ليك او(اس او پي) ورسره لاسليك شول.خو دوه كاله وروسته خبره پر هغه ځآى ودرېده چې پخوانى ولسمشر پرې ولاړ و.معنا دا چې د ولس دوه كاله ضايع شول.

نن زموږ د هېواد امنيتي وضعيت تر دوه كاله پخوا ډېر خراب دى، له هېواده په سلګونو مليونه ډالره پانګه وتلې ده، په لسګونو زره د زده كړو خاوند ځوانان له هېواده تللې دي او په پرديو هېوادونو كې له بد برخليك سره مخ دي.

كورنۍ اقتصاد مو د وزګارتيا له لامله ويجاړ دى، يوه د بې باورۍ فضا مو پر ولس حاكمه ده، دا ثابته شوې چې نړيواله ټولنه زموږ د هېواد د بحران په دوام كې خپلې ګټې پالي، په دغسې وضعه كې زموږ د راتلونكې په اړه لويه سواليه وه چې څه به كيږي؟ ولس مو نه د اوسني وضعيت د دوام شيمه او زغم لري  او نه آسانه او روښانه بديل لري، يوازينى معقوله لاره دا ٰښكاري چې حكومت،سياسي مشران او نړيوال يو ځل بيا زموږ عنعنوي مؤتسې  (لويې جرګې) ته رجوع وكړي، د دې وينا په مصداق چې ولس پر ګناه اجماع نه كوي، لويه جرګه يوازينى لاره ده چې هم د افغانانو لپاره د خير پريكړې كولاى شي او هم د بهرنيانو لپاره، كه نه وي خداى مه كړه هر څومره چې فرصتونه بايلو د يوه خطرناك حالت په لور ور نږدې كېږو، د داسې حالت چې بيا به يې نه افغانان را كنټرول كړاى شي او نه بهرنيان.

 له ويسا ورځپاڼې په مننه 



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.