د تروريزم پلمه؛ چې اسلامي نړۍ يې پر سره تبۍ ودروله

ف، فايض

د تروريزم كلمه كومه نوې كلمه نه ده، دا كلمه د ۲۰۰۱ د سپټمپر د يوولسمې نېټې تر پيښو د مخه هم موجوده وه او كه چېرې تاسې د همغه مهال هر سياسي فرهنګ را واخلئ؛ نو د تروريزم كلمه په كې موندلاى شئ چې يو تعريف ورته شوى دى او كه دا ټول تعريفونه سره څنګ پر څنګ كښېږدئ؛ نو داسې كوم توپير په كې نه شئ موندلاى چې سړى دې يې په اختلاف تعبير كړاى شي. د دولتي تروريزم تعريف هم شوى دى يعنې كه چېرې د ترور عمل كوم فرد تر سره كړي، هغه فرد تروريست دى، كه يې كوم سياسي يا استخباراتي يا كوم بل سازمان تر سره كړي هغه سازمان تروريست بلل كېږي او كه يې كوم دولت تر سره كړي هغه دولت تروريست بلل كېږي، خو سره له دې چې دا كلمه نوې نه ده؛ خو د ۲۰۰۱ د سپټمبر تر پيښو د مخه يې په نړۍ كې دومره غوغا نه وه راپورته كړې، سره له دې چې د نړۍ لويواو استعماري هېوادو ان د درېيمې نړۍ د ولسمشرانو، صدراعظمانو او وزيرانو له ترور نه هم ډده نه ده كړې.

تر يادې نېټې را وروسته، تروريزم په نړۍ كې يوه غوغا را پورته كړه، ټوله نړۍ يې حيرانه كړه؛ ځكه دا ځل تروريزم د يوه لوى هېواد او لوى قوت له خوا د لويو اهدافو له پاره عنوان شو. د پخواني شوروي تر ماتې او انحلال را وروسته د نړۍ د سياست انډى يوې خوا ته او د امريكا په ګټه كوږ شو، اوس كه امريكا هره خبره كوي، خپله خبره ميره بولي او كه هر عمل كوي د مشروعيت جامه ور اغوندي. كه يې په بل او واضح تعبير سره ووايو؛ نو امريكا اوس ځان په هغه موقف كې ګوري لكه فرعون چې خپلوخلكو ته وويل چې زه ستاسې لوى رب يم(انا ربكم الاعلي) خو حقيقت دا دى چې فرعون هم فقط خپل بيځايه غرور  دې خبرې ته اړ كړ چې د خدايۍ دعوه وكړي چې بيا يې برخليك هغه شو چې د كايناتو ستر رب په درياب كې ډوب كړ او مړى يې د عبرت له پاره سهي و سلامت پرېښود. البته په معاصره نړۍ كې انګليس هم دا ادعا كړي ده خو په مختلفو الفاظو او هغه دا چې:«لمر زموږ په امپراتورۍ كې نه ډوبېږي» يعني انګريز د ځمكي د مخ پاچا دى. خو وموليدل چې د همغه انګريز پوزه په همدې غريب افغانستان كې په خاورو پورې وموښل شوه. له هغو نه وروسته له خدايه منكرو روسانوهم دا هڅه كوله چې ځان دې مقام ته ورسوي؛ خو پخوا تر دې چې خپل ټاكلي هدف ته ورسېږي خداى تعالى(ج) د همدغه سرلوڅي او پښې يبلي افغان ولس په لاسو مات كړل. دا اوس چې امريكا كومې پېښې كوي سهې ده چې په ظاهري بڼه كې به يې څه تفاوتونه وي؛ خو په حقيقت كې د همغو پخوانيو ادعاو تكرار دى او امريكا دې دا نه هېروي چې دا هم پر همغه برخليك اخته كيدلاى شي؛ ځكه د نړۍ او نړيوالو ريښتينى برخليك د هغه ذات په لاس كې  دى چې هغه يو مافوق الطبيعي قدرت دى او د ټولو كايناتو خالق او مالك دى. دا د فطرت قانون هم دى چې هر څوك يو ځل د ارتقا پړاوونه وهي؛ خو بيا بيرته مخ په ځوړ شي، له مقدوني سكندره را واخله تر روسانو پورې. نن همغه انګليس چې يو وخت يې امريكا مستعمره وه د امريكا په ركاب كې ځغلي او هغه پرونى قوت و هيبت و غرور ورته نه دى پاتې. د هغه چا هدف چې د تروريزم غږ يې پورته كړ، فقط اسلام او اسلامي نړۍ وه. نن په ټوله اسلامي نړۍ كې چيرته اور بل دى او چېرته د خلكو پر وليو د ويرې او انديښنې پيريان ناست دى او د هر چا غوږونه بريږي چې زما وار به كله راځي. زموږ هغه ګاونډيان دى هم چې له امريكا سره په ملګرتيا يې په افغانستان كې د وينو سيلابونه روان كړي، هم غوږونه ښه خلاص كړي چې د دوى وار هم را رسيدونكى دى. امريكا هر څه اولويت بندي كړي دي، په افغانستان پسې وروسته د هغو وار هم راتلونكى دى، دا كه اوس يې ذهن دا خبره اخلي او كه نه خو دا يو واقعيت دى چې دوى هم د امريكا په ټارګټ كې شامل دي او د عظيم الشان قرآن د آيت مفهوم هم همدا دى چې

“ظالمان به ډېر ژر پوه شي چې څه ډول يې رانسكورو”

په ځانګړې توګه له ۲۰۰۱ نه وروسته تروريزم خپل هغه عام مفهوم له لاسه وركړى او پخپله د استخباراتي لوبو په حيث يا د استخباراتي لوبو د وسيلې په توګه كارول كېږي. ډېر ځله داسې هم كېږي چې يوه استخباراتي اداره د يوه خاص هدف له پاره يو تروريستي عمل تر سره كړي او له واره يې پړه پر كومه ډله ور واچوي،  دغه ادارې د همدغسې  عملونو د تر سره كولو له لارې ځان يوه هدف ته رسوي؛ د بېلګى په توګه د لبنان صدراعظم رفيق حريرى ترور كړاى شو؛ خو مسؤوليت يې له واره پر سوريه ور واچاوه او اصلي قاتل ځان پټ كړ، ډېرې ادارې يوه لوى هدف ته د رسيدو له پاره د يو شمېر بيګناه انسانانو وينې تويول ځان ته روا بولي، دا ځكه چې كه هم دغه ادارې چې پخپله د فساد لوى مركزونه دي، تروريستان پر دې تورنوي چې هغوى دين او مذهب نه لري، خو په  حقيقت كې همدغه استخباراتي ادارې دي چې نه دين پېژني نه مذهب اونه اخلاق او نه د ژوند كوم مثبت اصول او ارزښتونه دا چې دوى شك وكړي چې ښايې دغه سړى زموږ مخالف دي يعني زموږ د استعماري ګټومخالف دي، سمدلاسه يې د ترور پروګرام تر اجرا لاندى نيسي؛ د بېلګې په توګه زموږ ډېرى هېوادوال فقط په همدې تور چې دى به زموږ د استعماري اهدافو مخالف وي، د سيمې او ګاونډ د استخباراتو له خوا ووژل شول؛ په دوى كې د هرې كچې خلك شامل وو.

نن موږ ګورو چې ډېر دولتونه يا حكومتونه په تروريستي اعمالو لګيا دي او د دولتي تروريزم مخكښان بلل كېداى شي؛ خو څوك به يې پرې ومني چې پخپله تروريست دى. بمبار وكړي پ لسګونو كسان ووژني او بيا پرې نوم كېږدي چې دا كار په سهوه كې شوى، په همدې روانه اونۍ كې په سوريه كې د سوريې ۶۲ تنه عسكر د امريكا په بمبارۍ كې ووژل شول او د افغانستان په اروزګان ولايت كې يې د پوليسو پوستې بمبار كړې او اته كسه يې په كې ووژل خو دا هم په تېروتنه كې(!) تر اوسه پورې چې څومره تېروتنې شوي، نوم پرې د تېروتنى ايښودل شوى، ورځه يوه پېښه تېروتنه،دوه او درې تېروتنې، نور نو كوم عقل و منطق منلاى شي چې دا هر اقدام تېروتنه ده؟



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.