سعودي د عمرې موسم پر غځولو غور کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱، ۱۳۹۵ل): د سعودي یو شمېر خبري سرچینو ویلي چې ددغه هیواد حکومت د عمرې موسم د غځولو پر طرحه غور کوي، د کوم له مخي چې به له دې وروسته په شوال او محرم کې هم د عمرې ویزې اجراء کیږي.

ددې تر مخه په کال کې اته میاشتي د عمرې لپاره ویزې اجراء کېدلې خو که نوی قانون تصویب شي نو د عمرې موسم به لسو میاشتو ته وغځیږي.

د خبر سره سم اضافي دوه میاشتي به شوال او محرم وي، په کومو کې چې له دې تر مخه د عمرې ویزې نه اجراء کېدلې.

د تفصیلاتو سره سم د سعودي حکومت غواړي چې د عمره زایرینو شمېر په راتلونکو کلونو کې له ۸ ملیونه څخه ۳۰ ملیونه ته زیات کړي.

سعودي په پلان کې لري چې په مکه مکرمه کې د دیني سیاحت لپاره په نړیواله سطحه لوی اسلامي میوزیم جوړ کړي او همداسي ځیني نور تاریخي او دیني مقامات د زایرینو لپاره چمتو کړي تر څو د خپل عمرې تر څنګ له دغو ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.