د مزار لپاره د پنځوس مېګاواټه ګازي برېښنا د جوړېدو تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱، ۱۳۹۵ل): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف لپاره د د خصوصي سکتور او برېښنا شرکت ترمنځ د شبرغان له ګازو څخه د پنځوس مېګاواټه برېښنا د تولید تړون نن لاسلیک شو.

د خپلواکې برېښنا د تولید دغه پروژه د 175 میلونه ډالرو په ارزښت د غضنفر ګروپ له لوري د نړیوال مالي شرکت ( IFC) په ملاتړ چې د نړیوال بانک یوه برخه ده، جوړېږي.

اجرائیه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه تړون په سپېدار ماڼۍ کې د ډاکترعبدالله په حضور کې لاسلیک شو. عبدالله د دې تړون د لاسلیک پرمهال یاده پروژه د افغانستان د خودکفایۍ او اقتصادي پراختیا لپاره یوه مهمه پروژه وبلله.

د خبرپاڼې له مخې اجرائيه رئيس د یادې پروژې د لاسلیک پر مهال وویل چې افغانستان د برېښنا په برخه کې د پام وړ ظرفیتونه او فرصتونه لري. په دې برخه کې له اساسي پانګونې پرته افغانستان پر ځان بسیاینې او تلپاتې پراختیا ته نشي رسېدلای.

هغه زیاته کړله که د افغانستان د برېښنا په برخه کې له شته ظرفیتونو او فرصتونو څخه سالمه استاده وشي، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې په کې وشي، نه یوازې دا چې د هېواد اړتیا پوره کولای شي، بلکې افغانستان به د سیمې د په وده کې هم مهم رول ترسره او برېښنا به نورو هېوادونو ته صادره کړي.

په همدې حال کې د نړیوال مالي شرکت یا ( IFC ) مشر ښاغالي مؤید مخلوف په خپلو خبرو کې دا د افغانستان د ودې او پراختیا لپاره یوه مهمه پروژه یاده ده کړه او ویې ویل، چې له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې په دې پروژې کار روان و.

هغه وویل، دا یو ساده کار نه بلکې ستونزمن کار دی، چې په افغانستان کې پانګوال سرمایه ګذارۍ ته زړه ښه کوي؛ خو ډاډ یې ورکړ چې له افغانستان څخه به خپل حمایت ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې د افغانستان لپاره ښه کاري فرصتونه برابر کړی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.