سوله که تسلیمي

عاکف مهاجر

ګډ حکومت او همدارنګه دکرزي حکومت دسولې نغاره له کلونو راهیسې ډنګولې ده البته ریښتونی ندي او نه رښتیا سوله غواړي.

سوله کې دحکومت دمشرانو ګټې له منځه ځي دسولې په نامه له نړیوالو په یو او بل نوم پیسې ټولول او خپل شخصي اقتصاد لوړول دجګړې لپاره په یو او بل نوم خپل شخصي مفادات لټول.

دچوکۍ بایلل او دفساد او چور او غلا په نوم محکمه کیدل.

داټول هغه لاملونه دي چې دحکومت مشران سوله ددغو عواملو لپاره قرباني کوي او دسولې کوتره وژني نه غواړي چې دسولې مارغه دې دافغانستان په ولس وزرونه وو وهي او ولس دې په ارامه ژوند وکړي.

سوله ملت غواړي او ملت دسولې دراتللو لپاره تږی ده دملت په سوله کې ګټې دي.

سوله طالب غواړي چې په جنګ کې یې تاوان ده، نه ارام ژوند لري،نه دژوند په خوږو پوهیږي او نه یې په جنګ کې ګټې شته.

طالب دسولې لپاره قرباني ورکړې ده دملا عبدالسلام ضعیف خبره طالب چې دقطر ددفتر په لور سفر کولو په یو نامعلومه بیړی کې سپاره او په نامعلوم برخلیک یې حرکت وکړلو، نړیوالو ورته څو ځله امتحان ورکړی وو چې وعده کې څومره وفادار دي خو دسولې لپاره یې بیا هم په نامعلوم سفر د نامعلوم برخلیک لور ته مخه کړله او دا قرباني یې ورکړله.

دپګواش غونډو ولس او سیاسیونو ته په ډاګه کړله چې څوک سوله غواړي او څوک یې نه غواړي طالب دسولې مخه ډب کوي که حکومت ټولو دا وپتیله چې حکومتي کړی دسولې غولیدونکې نعرې وهي او تسلیمي ته دسولې نوم ورکوي.

همدا اوس چې کومه سوله له حزب اسلامي سره روانه ده داهم له تسلیمي پرته بل څه ندي خو دحزب اسلامي او دطالبانو فرق شته طالب یو قدرتمن ځواک ده دجګړې ټوله برخه دطالب سره ده نه دحزب سره نو حزب اسلامي به دشخصي مفداتو په خاطر دګوند له ټولو ګټو او له اسلامي نظام او له خپلو دعوو تیریدلی شي خو طالب زرګونه شهیدان ورکړي دي زخمیان یې ورکړي دي دزندان تکلیفونه او سختی یې ګاللي داسلامي نظام دراوړلو دعوه یې کړې ده،

او دهمدې په خاطر له خپل جوړ نظام نه تیر شو که یې اساسي قانون منلی دګوانتانامو ربړونې به یې نه لیدلې دپاکستان ایران سعودي او نورو ملکونو زندانونه به یې نه تیرول شهیدان زخمیان یتیمان کونډې رنډې به یې نه ورکول

سوله تر اسلامي نظام پرته بل په هیڅ کې هم په افغانستان کې نشي راتللی

دیوې واقعي او ریښتونې سولې په هیله



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. دشپى نا وخت مي دعاکف مهاجر صيب داليکنه مخته راغله ـسوله که تسليمى ديو بوډا کاکا هغه خبره مى راياد شوه يوچا ورته وويل کاکا نه به ئ خبر کاکا کاکا په بيړه وويل خير خو به وي هغه سړېورته وويل حکمتيار صيب هم دوه سرېاوڅلور پايه حکومت ته ورواوښت بوډا کاکا په ډير تعجب سره وويل حکمتيار صيب کلهترى روښتىوو چه اوس ورواوښت ـــسمه ده وګرو چه څو ګټه کوي که بيا پښيماني موږ ډير پخوا وياىوو دا سوله نه بلکي دسولي خبري دي په درنښت ورور مو مولوي محمد سايم انفيادي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.