شاه شجاع ولې غلام دی؟

لطف الله خیرخوا

کله چې د چا شخصيت له معنوي ارزښتونو عاري شي، هغه بيا خپلو اخلاقو او رويه کې د کوم معيار پابند نه وي. ان ضمير هم ورسره حساب نه شي کولی. که فکر مو وي، کله سړی ظاهره چا ته استدلال کې پاتې رانه شي، خو ضمير يې دې سوبې ته قانع نه وي، بيا يې هم حساب ته راکاږي؛ البته دا د ويښ ضمير خلک دي. ځينې خلک الله جل جلاله ته او بنده‌ګانو ته ملامتۍ سره سره سړي ته په سترګو کې ورننوځي او دومره يې رياضت شوی وي، چې ضمير يې هم نه شي ټکنی کولی.
همدغه خلک غلامي کولی شي او همدغه خلک د خپلې غلامۍ لپاره دليل ويلی شي. نن چې کومه ډله د خپل تاريخ وثقافت پر ضد د نړۍ‌وال کفر تر سيوري لاندې روانه ده، په خپل دليل او فلسفه کې شاه شجاع سره هيڅ توپير نه لري، مګر دوی وطنپال دي، هغه غلام و!!

پياوړی تاريخپوه قدرت الله حداد ليکي، چې شاه شجاع پوه، زړور او اديب شخصيت و. شخصي اخلاق يې ډېر لوړ وو. ده د خپلې غلامۍ لپاره دوه دلايل ويل. يو دا چې همايون د بابر زوی د خپلې بادشاهۍ د اعادې لپاره ايرانيانو نه مرسته غوښتې وه، که ما انګرېز نه وغوښته څه وشول؟

دوهم دا چې موږ کمزوري يو، څنګ کې ايران او روسيه لرو؛ موږ بايد د يو زبر ځواک سيوري ته د دوی له شره ځان وژغورو. ما چې انګرېز ته د دوستۍ لاس غزولی، دا لامل دی!!

تاسې وګورئ چې شاه مفکر او هغه د تاريخ توره پاڼه څه توپير لري؟ همدوی چې د لېسو نصاب ته کوم تاريخ ليکلی، شاه شجاع په کې مطالعه کړئ او شاه مفکر ورسره پرتله کړئ چې څه ډول بريښي؟

شاه شجاع د خپلو شاهکاريو(؟) په اړه کتاب ليکلی، ځان ته يې دلايل ويلي او هيڅ ځای کې يې په غلامۍ اعتراف نه دی کړی. دوی داسې فکر کوي، چې غلام به هغه څوک وي، چې ځان ته غلام ووايي، مګر خبر نه دي، چې تاريخ سړي ته وار نه پرېږدي.
حداد وايي شاه شجاع، ترکی، کارمل، امين، نجيب او کرزی زموږ د تاريخ تورې څېرې دي. دوی «د افغان ملي فلسفې» او اسلام پر ضد دښمن ته لاس وغزاوه…هو د هغه چا په اړه، چې د خلکو په حافظه ملنډې وهي، همدا د تاريخ قضاوت دی..د تاريخ تورې څېرې..

دوی په خپل تاريخ ملنډې وهي..دوی تاريخ او ثقافت مسخ کول غواړي، مګر وينو به، چې تاريخ دوی سره نور څه ډول حساب کوي. هغه پوه، زړور، اديب او لوړ اخلاقه شاه شجاع، چې تاريخ کوم لوري ته ورغړاوه، څه يې فکر دی، چې دا ډارن، بد اخلاقه، بې ثقافته شاه مفکر به کوم ښه لوري ته حساب کړي؟

تاسو سره د تاريخ حساب پاتې دی..ستاسې نسلونه به ستاسې په ياد وشرميږي..ستاسې نسلونه به د تاريخ په جبر ستاسې بده ووايي..ستاسې نسلونه به تاريخ کې ستاسې نومونه په غرېو نيولي اواز بدرګه کړي…

تاسې به يا ډارېږئ..يا به د خېټې زور نه لرئ..يا به د عيش خُمار نيولي ياست..او يا به عقلا او قلبا د کفر حاکميت ته قايل ياست..مګر موږ په لوړ اواز ستاسې پرېوتې فلسفې ته «نه» وايو..

موږ په لوړ اواز وايو، چې روان جهاد اسلامي فريضه ده…روان جهاد زموږ تاريخي تسلسل دی..روان جهاد زموږ د اصيل ثقافت اصيله ترجماني ده..روان جهاد د مدرنو د شاه‌شجاع‌خېلو د څرګندولو باد دی..او روانه مبارزه جهاد دی..جهاد دی.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.