د سولي غلط تعبیر…!!

موسی فرهاد   2016-09-23

سوله او امن رښتیا هم د هر افغان مسلمان د زړه ارمان دی . په اسلام کې د هغه چا لپاره سخت وعید ذکر شوی چې د مسلمانانو امن ، سوله او سکون له منځه وړي . سولي او ثبات ته په اسلام کې خیر ویل شوی دی . بیشکه چې مسلمانان پخپلو منځو کې په سولي او آرامۍ کې په ژوند کولو سره امر کړل شوي دي . خدای تعالی دي ټول مسلمانان خصوصاً افغانان له دي عظیم نعمت څخه د تل لپاره برخمن کړي .

اما په دې خبره به هم ثابت ایمان او محکم یقین لرو چې کله نا کله جګړه مسلمانانو ته تر امن ډېره غوره وي ، غوره څه چې ورباندي فرض عین وي ، که څوک په همغه حالت کې چې جګړه ورته خیر وي او دی بیا هم د سولي ناري سوري وهي ؛ نو دا مسلمان اصلاً پر الهي لارښوونو باور نلري . او یا یی باور کمزوری دی .

دې ته وایی د مسلمانانو د آزادۍ او خپلواکۍ جګړه ، کله چې کفار د مسلمانانو پر حریم تیری وکړي ، کور کلی یې په زور تري ونیسی ، اختیار یې سلب کړي ، د ځانونو ماتحت یې کړي او یا یې له خپلو کورونو وشړي ، پر ځمکه او هوا یې کفار خپل تسلط قائم کړي ؛ نو په دې صورت کې بیا پر مسلمانانو عموماً جګړه کول لازم دی ، او جګړه کول خدایتعالی ورته خیر بللي ده ، نه سوله ، په جګړه کې د هغوی عزت او د سولي په نوم په نه جنګ کې یې ذلت حتمی دی .

دا شخصي ټکي نه دي ، دا زموږ او ستاسو د مؤمن به قرآن او شریعت ثابت حکم دی. کنه له علماؤ نه پوښتنه کولای شو .

نن چې موږ او تاسو د سولي په نوم کومي ډرامایي خبري اورو او ځینی غافل خلک هم دا خبري ښه په شد او مد سره بدرګه کوي ، چې راسئ سوله وکړئ ، سوله د وطن په ګټه ده ، سوله ښه شی دی . هغوی دي د خپل ایمان او ګریوان سره هم په دې اړه سلا مشوره وکړي . چې واقعاً دا همغه سوله ده چې قرآن ورته خیر ویلی دی او که د متجاوزو کافرانو په پښو کې د مسلمانانو د تذلیل کولو کفري دسیسه ده .،،،،؟!

جګړه هیڅوک پخپله خوښه نه کوي ، جګړه مرګ ژوبله لري ، جګړه ستړتیا لري ، جګړه درد او غم لري ، جګړه تباهي او بربادي له ځان سره راوړي ، جګړه قبیح لذاته شی دی .  مګر کله چې يې الله تعالی د چا لپاره خیر وګڼي او ورباندي لازمه یې کړي . بیا ولي څوک مسلمان خپل خیر په بل څه کې لټوي ..؟!

د جګړې او سولي دواړو هدف او غایه یو شی دی چې اعلاء کلمة الله ، او د مسلمانانو ريښتینی خپلواکي. کله چې دا هدف په سوله ترلاسه کیږي ، نو سوله خیر دی او که نه وي نو حتمی به د همدې هدف لپاره جګړه کوي . او جګړه بیا خیر بلل کیږي . او څوک چې یې نه کوي او نه یې مني نو بیا همغه لومړۍ خبره ده چې یا خو اصلاً پرالهي حکم بې باوره او یا ضعیف باوره دي .

ربنا… اهدنا الصراط المستقیم …!
موسی فرهاد
2016-09-23



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.