کندز: امریکايي ځواکونو په ولسي کورونو چاپه وهلې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲، ۱۳۹۵ل): د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو په ولسي کورونو چاپه اچولې.

پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په عیدګاه سیمه کې رامینځته شوې ده.

د راپورونو له مخې امریکايي ځواکونو، چې دولتي سرتیرو یې همکاري کوله، یو ولسي وګړی وژلی او پنځه تنه یې ژوندي بیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم امریکايي ځواکونو په یادې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په کورونو چاپه اچولې او د طالبانو په «شک» یې ۲۳ تنه ولسي وګړي له خپلو کورونو څخه بیولي دي.

چارواکو تر اوسه د دغو پیښو په اړه څرګندونې نه دي کړي. د افغانانو په کورونو د شپې لخوا د امریکایي ځواکونو د چاپو او خپلسرو بمباریو په وړاندې دولت معمولا خاموش دریځ غوره کوي.

طالبانو د ولسي خلکو په کورونو د امریکايي ځواکونو د چاپې یاده پېښه غندلې او هغه یې «جنایت» بللې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.