افغانستان د بنګلادیش کرکټ بورډ الیون ته په تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن په یوې تمریناتي لوبه کې د بنګلادیش کرکټ بورډ الیون  ته په ۶۶ منډو ماتې ورکړه.

دغه تمریناتي لوبه نن د بنګلادیش په پلازمېنه ډاکه کې ترسره شوه. پچه د بنګلادیش کرکټ بورډ وګټله او افغانستان ته یې د لومړۍ توپوهنې بلنه ورکړه.

افغانستان خپله لومړنۍ او دوهمه ویکټې په ۳۰ منډو د لاسه ورکړلې. نوروز منګل ۱۰ او محمدشهزاد ۱۷ منډې جوړې کړې.

وروسته رحمت شاه په ۱۰ منډو وسوځېد. تر رحمت شاه وروسته حشمت الله شاهدي له کپتان اصغر ستانکزي سره منډې تر ۱۱۰ پورې ورسولې. اصغر ستانکزی په ۳۱ منډو وسوځېد. راشد خان له شاهدي سره یوځای منډې تر ۱۵۱ پورې ورسولې. هغه په ۲۴ بالونو ۳۰ منډې جوړې کړې. شبیر نوري ۱۰، نبي ۶، کریم جنت ۶ او دولت ځدران په صفر وسوځېدل او میرویس اشرف په ۱۹ بالونو ۳۲ تېزې منډې جوړې کړې او تر پایه ونه سوځېد.

د افغانستان له لوري تر ټولو ښه لوبه حشمت الله شاهدي وکړله. هغه په ۹۶ بالونو ۶۹ منډې جوړې کړلې.

افغانستان په ۴۹.۲ اورونو کې ۲۳۳ منډې جوړې او بنګلادیش کرکټ بورډ الیون ته یې ۲۳۴ منډې هدف وټاکه.

د بنګلادیش کرکټ بورډ الیون پیل خراب و، لومړی ویکټ یې په ۹، دوهمه په ۱۵ او درېیمه په ۲۳ د لاسه ورکړله. وروسته مصدق حسین یو څه کوښښ وکړ چې لوبه مخ پر وړاندې بوځي خو له شوګتا هوم پرته هېڅ یو لوبغاړي ورسره مرسته ونه کړله.

بنګلادیش خپل ټول لوبغاړي په ۱۶۷ منډو د لاسه ورکړل او افغانستان ته یې په ۶۶ منډو لوبه وبایلله.

د افغانستان له لوري محمد نبي ۴، فرید احمد او راشدخان ۲ – ۲ او کریم جنت یوه ویکټ واخېستله.

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګلادیش تر منځ رسمي درې یو ورځېنۍ لوبې به د یکشنبې په ورځ /ستمبر ۲۵مه/ په ډاکه کې پیل شي.

دغه لوبې به د افغانستان پر وخت پر یوه بجه پیلیږي، نن ټکی اسیا هڅه کوي چې دغه لوبې د خپلې وېبپاڼې له لارې لوستونکو ته په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.