په چهارباغ او خالص بابا فامیلۍ کې د طالبانو تر نامه لاندې ناوړې کړنې

څارګر

طالبان چې په نویمو میلادي کلونو کې د «شر» او «فساد» پرضد په یو طبیعي حالت کې راپاڅېدلي وو، څو د هېواد ډېری پرګنې د مجاهدینو له پاټک سالارۍ، غلاوو او فساد څخه وژغوري. افغان ملت هم، چې د شر او فساد له دغه حالته تر پوزې راغلی و، له طالبانو څخه تود هرکلی وکړ.

د طالبانو د حکومت له نسکورېدلو وروسته، تر څو کلونو پورې په هېواد کې امنیت ټینګ و؛ خو بیا ډېر ژر دغه حالت بدلون وموند او کال په کال نور د هېواد امنیتي حالت عادي پاتې نه شو. دغه راز د ناامنیو ترڅنګ په هېواد کې د اخلاقي جرمونو د پېښو شرحه هم لوړه شوه. په دغو بدو پېښو کې یو شمېر هغه کسان هم ګډ وو، چې د هېواد د اضطراري حالاتو له کبله یې د طالبانو له نامه ناوړه ګټه پورته کړه او خپلې دغه کړنې یې د طالبانو تر نامه لاندې ترسره کړې. حال دا چې دغه خلک نه طالبان دي او نه هم طالبانو ته نږدې خلک!! هغه طالب چې د حکومت د جوړېدلو بنسټیز لامل یې د یوې بوډۍ ښځې فریاد و، هغه کلیوال ملا چې د یوې داسې مېرمنې له درده ډکې کړیکې وپاروه– چې خپل زوی یې پاټکیانو ته بایللی و– او ورڅخه یې پای هغه ملا محمد عمر جوړ کړ، چې له یادونې پرته به یې د دغې پېړۍ تاریخ نیمګړی وي، نو دغه طالب او طالبان به ولې داسې کړنې او کارونه ترسره کړي؟ منتهی که د مرحوم ملا محمد عمر د مهال د طالبانو تګلارې بدلون نه وي موندلی؟!

دغه خلک، چې خپل ناوړه کارونه د طالبانو تر نامه لاندې ترسره کوي، په افغاني ټولنه او د خلکو په زړونو کې د طالبانو نوم ته نه جبرانېدونکې ضربه رسوي. دا چې په هېواد او په تېره بیا پښتون مېشته سیمو کې د افغان طالبانو پرضد که کومه لږه کرکه او مخالفتونه وي، تر شا یې یو لامل دا هم دی، چې دلته ډېرو خلکو د طالبانو تر نامه لاندې ډېر ناوړه کارونه ترسره کړي لکه غلاوې، سړي تښتونه او نور. دغه هغه څه دي، چې طالبان باید ورته په جدي ډول پاملرنه وکړي، هېڅمهال هم ونه غواړي.

راځم خپلې اصلي خبرې ته، زه غواړم چې د خپلې سیمې په استازیتوب د ریښتینو طالبانو په حضور کې خپله عریضه وړاندې کړم؛ له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د لغمان قرغه يي ولسوالۍ د چهارباغ په پراخه سیمه کې د غلاوو پېښې زیاتې شوي، غریبو کروندګرو ته یې ستونزې جوړې کړي او له هغو کروندګرو یې د شپې خوب تښتولی، چې باید سحر وختي د خپلو فصلونو په لور ولاړ شي. له بده مرغه یو شمېر دغه غلاوې د طالبانو تر نامه لاندې ترسره کېږي، یعنې د غلو ډلې د خپلو غلاوو لپاره د طالب نوم استعمالوي. له همدې ځایه ده، چې اوس د دغې سیمې اوسیدونکي پر دې هم شکمن برېښي، چې آیا طالبانو ته منسوب خلک به هم په دغو غلاوو کې شریک وي او که نه؟

په بل اړخ کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د جلال آباد په مولوي خالص بابا فامیلۍ کې د سړي تښتونې پېښې هم زیاتې شوي او د سړي تښتونې دغه پېښې ان د هېواد په رسنیو کې هم ځای موندلی دی. مولوي خالص بابا دغه فامیلۍ هغه مهال جوړه کړه، چې کله له هېواده شورویان ووتل او دلته یې د یو نوي ژوند پېلولو تابیا ونیوله، همدلته یې د کورنۍ جګړې له بدنامو جګړو پناه واخیسته او له همدغه فامیلۍ یې د امریکایانو پرضد د جهاد اعلان وکړ. په دغه فامیلۍ کې داسې کړنې، له یوې خوا د جهادي رهبرانو د تر ټولو «خالص» رهبر په نامه جوړه شوې فامیلۍ ته ضربه رسوي او له بلې خوا یو عاجز، بې چاره او غریب مجاهد مسلمان ته لویه سرخوږي ده.

له همدې ځایه ده، چې موږ د درېیو لاملونو له کبله د طالبانو په حضور کې خپله د عاجزۍ دغه عریضه وړاندې کوو:

لومړی دا چې هغه کسان چې دا ډول کړنې ترسره کوي، د حکومت د «وسله والو مخالفینو» یا د طالبانو تر نامه لاندې يې ترسره کوي؛

دویم دا چې خلک له هغه حکومت څخه چې د ارګ په مخ کې امنیت نه شي ټینګولی او د مافیاوو په منګولو کې دی څخه بې زاره او د خپلو ستونزو لپاره د طالب په لور رجوع کول غواړي!

درېیم دا چې د طالبانو نوی د طالبانو د لایحې مبتکر دی او په خپله یې څو ځله هغو طالبانو ته هم سزاوې ورکړي، چې له دغې لایحې سره په ټکر کې واقع شوي.
له همدې ځایه ده، چې طالب باید د افغانستان په هر ځای کې چې هر څوک د طالب تر نامه لاندې عامه خلکو ته ستونزې جوړوي، دا پېښې په جدي ډول وڅاري او عاملین یې محاکمه کړي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. ګرانه وروره ! ډېر ښه دي ويلي دي. انتقاد په اسلام کي يو زرين اصل دی، که نيوکه نه وي هر چا چي هر څه کول آزاد به وي او يا به لکه د بګۍ آس مخامخ ځغلي، زه ستا خبري په بشپړه توګه تاييدوم.
    ورک سه ورک سه بدکرداره بد سړی
    که دي ورور وي که عزيز وي که پر دی
    له بده مرغه ځيني وروڼه په پټو سترګو د ځينو ناوړو او استفاده جو عناصرو پلوي کوي او که څوک څه پر ووايي دوی يې لکه ټنډه غالبوزه په خوله پوري ورنښلي. چي دا ښه کار نه دی. دوی ته په کار ده چي لومړی پر هر چا اعتماد او باور ونه کړي، هر سور ږيری شاګل نه وي. دوهم دوی بايد وپوهيږي چي دغسي خپل چاروکي کسان اسلام، هيواد ، خلکو او اسلامي غورځنګونو ته ډېرلوی تاوان پېښوي، چي بايد په اړه يې ژور معلومات وسي او خلکو ته وروپېژندل سي نه داچي پر دوی باندي نيوکي کوونکو ته بد رد وويل سي. له دغو کسانو څخه يوه تن زه داسي وګواښلم: (دغه د بی سوادئ په هکله لیکنه مو له بی نهایته نازوانئ ڈکه بولم ….کیدای سی زه دی بیا هره لیکنه که دینی هم وی ونه گورم انسان چی خام سی بیا نه پخیژی).
    له بده مرغه نامطلوب کسان په لوړو او ټيټو سطحو کي هم زموږ په هيواد کي ډېر سوي، هم په حکومت کي او هم د مخالفينو په صفونو کي. او بيا هم له بده مرغه هم په لوړو سطوحو کي ملاتړ کيږي او هم په نورو اربکي فکره وګړو کي پلويان لري.
    په هر صورت هغو کسانو ته چي د چارو واګي يې په لاس کي دي په کار ده چي نامطلوب کسان هر څوک چي وي له خپلو ليکو وباسي، علناً يې طرد کړي او د دوی د ناوړو کړنو له امله ناراض خلک دلاسا کړي، که نه په خلکو کي به يې ملاتړ ته سخت زيان اوښتی وي. وما علينا الا البلاغ.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.