خیبرایجنسۍ کې د پاکستان جنګي الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۳مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د هوايي ځواکونو یوه جنګي الوتکه F7-PG د ازادو قبایل په خیبرایجنسۍ کې غورځېدلي دي.

ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې دغه جنګي الوتکه په جمرود سیمه کې د تخنیکي ستونزو له کبله غورځېدلې.

د پاکستان د هوايي ځواکونو ویاند ویلي چې د جنګي الوتکې د غورځېدو له کبله پیلوټ عمرشهزاد وژل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د الوتکې د غورځېدو له کبله پیلوټ لومړی ټپي شو خو وروسته د سختو ټپونو له کبله یې ساه ورکړله.

تېر کال هم د پاکستان هوايي ځواکونو F7-PG ډوله جنګي الوتکه د نظامي تمرینونو پر مهال وغورځېدله. هغه مهال هم پیلوټ ژغورل شوي و.

د پاکستان هوايي ځواکونو ویاند ویلي وو چې دغه جنګي الوتکه په انجن کې د اور لګېدو له کبله وغورځېدله او پیلوټ يې ځان د پراشوټ پر مټ ژغورلی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.