هند کرکټ بورډ: له پاکستان سره په هېڅ صورت د کرکټ لوبې نه کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۳مه ۱۳۹۵ل): تر هغه وروسته چې په کشمیر کې د هند پر یوې پوځي اډې وسله‌والو برید وکړ، د هند کرکټ بورډ رییس له پاکستان سره د لوبو کولو څخه یو ځل بیا انکار وکړ او په وینا يې پاکستان په خپله خاروه کې «ترهګر» روزي او دوی له دغه هېواد سره د کرکټ لوبې نه کوي.

هغه وویل: «له پاکستان سره د کرکټ سوال نه پیدا کیږي. نن زموږ لومړیتوب دادی چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ هېواد په څېر بربنډ کړو. موږ آن د پاکستان سره د کرکټ کولو سوچ هم نشو کولای».

په عین حال کې د هند پخوانی کرکټ لوبغاړي چیتن چوهان هم د ټاکور څرګندونو ملاتړ کړی او ویلي دي چې هند له خپلو ګاونډیو سره تر هغه چې دوی د «ترهګر» زغمي هېڅ د لوبو کولو اړتیا نه ویني.

هند چې ویل کیږي په کشمیر کې د مسلمانانو پر خلاف د وروستیو تاوتریخوالو مخ له نړۍ بل لوري ته واړوي، ادعا کوي چې په کشمیر کې د هند پوځ پر خلاف شوي عملیات د جیش محمد په نوم ډلې کړی او دغه ډله په پاکستان کې مرکزونه لري.

پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي چې دغه برید کشمیر کې د هند پوځ د تاوتریخوالي څخه د نړیوالو مخ اړولو لپاره شوی دی او دوی يې تر شا هېڅ لاس نه لري.

په کشمیر کې د هندي پوځ په وروستیو تاوتریخوالي کې نېږدې ۹۰ ازداۍ غوښتونکي او ملکي وګړي وژل شوي دي او زرګونه نور ټپیان شوي دي. راپورونه وايي چې هند د لاریونوالو خلاف يو ډول ګاز استعمال کړی چې له کبله یې لسګونه کسان ړانده شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په وروستي ځل په ۲۰۰۷ ز کال کې له هند سره د لوبو سیریز کړی و. په دغه سیریز کې ټيسټ، نړیوالې یو ورځېنۍ او ۲۰ اوریزې لوبې شاملې وې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.