سالنګ کې د څرخي پله زندان د مرستیال پر کاروان برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۳مه ۱۳۹۵ل): د بغلان ولایت چارواکي وايي چې طالبانو په سالنګ کې د څرخي پله زندان مرستیال د موټرو پر کاروان برید کړی دی.

د بغلان ولایتي شورا غړي بسم الله عطاش ویلي چې دغه برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې هغه مهال وشو چې د څرخي پله زندان مرستیال سیداغاخان د موټرو کاروان له کابله پلخمري ته روان و.

د عطاش په وینا په دغه برید کې ۳ کسان وژل شوي او یو ټپي شوي دي او په وژل شوو کې یوه ښځه، او دوه د څرخي پله زندان مرستیال ساتونکي شامل دي.

هغه ویلي چې د شمالي سالنګ سره سره نېږدې طالبانو پر دوی ډزې وکړې.

د بغلان د والي ویاند د پېښې په اړه ناخبري ښودلې خو یوې سرچېنې ډیوه راډيو ته ویلي چې دغه برید هغه مهال وشو چې د پلخمري زندان څخه کابل ته بندیان انتقالېدل.

سرچېنې زیاته کړې چې یو راکټ د پولیسو په موټر لګیدلی چې یو ښځېنه بندۍ له دوه نورو پولیسو سره و وژل شول او درې پولیس نور ټپیان شول.

طالبانو تر دې دمه د برید په اړه څه نه دي ویلي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.