نظرمحمد مطمئن، لیکوال او شناند

تر بې عقل دوست هوښیار دښمن ډیر ښه دی

نظرمحمد مطمئن

د پښتو هر متل یو کتاب خبرې له ځان سره لري، ځینې متلونه یې د احادیثو لنډیز دی.‏

تر لوی اختر په شمار درې او دوه ورځې مخکې، دا ډول تر لوی اختر وروسته او د حزب او حکومت ترمنځ د سولې تړون لاسلیک ‏څخه مخکې، موږ له مشرانو، دوستانو او نظرخاوندانو سره ناستې درلودلې.‏

زموږ درنو مشرانو ټولو پر دي ټینګار کاوو چې ښاغلی حکمتیار صاحب کابل ته راځي، موږ ته په کار ده چې د هغه سره له نږدې ‏وګورو ، مخکې له ښاغلي حکمتیار څخه د هغه د مذاکراتو له هیئت سره هم ووینو، او د ځینو مسایلو اړوند چې تشویشونه او ‏انديښنې دي، ورسره مفصل بحث ولرو.‏

تر دي چې دوستانو ماته دنده وسپارله چې پر یو لیک کار وکړو او مخکې له دي چې ښاغلی حکمتیار صاحب کابل ته راځي، له هغه ‏سره د راتګ په وخت او کابل کې د اوسیدو وخت کې خپل وړاندیزونه ورته ورسو.‏

د دوستانو غوښتنه وه چې ښاغلي حکمتیار صاحب ته دا پېغام ورسولای شو چې خدای مه کړه کابل ته په راتګ سره د سولې ‏هوکړه لیک د یوې بلې جګړې پېلامه نه شي، او خدای مه کړه د بېلابېلو لاملونو له کبله له طالبانو سره د حزب وروڼه په اطرافو کې په ‏دښمنې کې واقع نه شي.‏

ځینو دوستانو نظر درلود چې ممکن بهرنیان ددغسي یوې لوبې تابیا ولري. زموږ سره دا انديښنه وه چې که چیرته د حزب اسلامي د ‏راتګ په وخت او یا کابل کې اوسیدو په وخت کې ځینې داسي حرکتونه وشي چې د طالبانو او حزب ترمنځ دښمنې ته لمنه ووهي، ‏ممکن په اطرافو او ښارونو کې ددوی له همدغسي یو ټکر څخه بهرنیانو او په کور دننه نورې ډلې ناوړه ګټه پورته کړي.‏

د حزب او حکومت د سولې تړون څخه یوه ورځ مخکې مې د سولې نړیوال انسټیټوټ د سولې نړيوالي ورځې په غونډه کې د ګڼو ‏انځوریزو او چاپې رسنیو د خبریالانو او سیاستوالو په مخ کې وویل چې: موږ د حکمتیار صاحب راتګ ته ښه راغلاست وایو ، له ‏ښاغلي حکمتیار صاحب څخه غوښتنه کوو چې د پایداره سولې لپاره کار وکړي، او د یو ملي مشر په حیث نور د حزب په چوکاټ ‏کې نه بلکې د هیواد په لوی چوکاټ کې د افغانستان لپاره درښتونې سولې لپاره کار وکړي.‏

د حزب اسلامي په ښکاره دوستانو او په ناپوهې کې دښمنانو ته زما همدا خبرې وي چې پېل یې وکړ چې تا (مطمئن) خو ویلې وو چې ‏د حزب او ګډ حکومت ناکام مذاکرات، اوس څنګه دامذاکرات کامیاب ګڼې. ‏

جزیاتو ته نه ځم، حوصله مې وکړه، چې خیر، نه غواړم چې ووایم چې د کوم فشار له کبله وو چې تړون لاسلیک شو.‏

تړون لاسلیک شو، بیا هم ځینو د حزب په ښکاره دوستانو مګر په ناپوهي کې دښمنانو بېلابېلې څرګندونې، زما هر مثبت خبره یې ‏منفي لورته کشوله.‏

د تړون د لاسلیک په ورځ ازادي راډیو کې مې چې دوه ساعته برخه درلودله، انتهایې کوشش مې وکړ، او غوښتنه مې وکړه چې ‏حزب اسلامي باید نور د تربګنیو او دښمنیو پخواني اورونو ته پوکی ورنه کړي، بلکې د سولې لپاره کار وکړي، هلته هم د حزب په ‏ښکاره دوست او په حقیقت کې ډیر لوی دښمن یو قومندان بې ځایه خلکو ته ګوت څنډنې کولي، او بالاخره یې مجبور کړم چې د ‏هغه ځواب ووایم.‏

خلکو همدا له خدایه غوښتل، ځکه ازادي راډیو تر میلیون زیات افغانان اوري، نور یې نو همدې خبرو ته لمن ووهله، تر دي چې د ‏شهادت په رسمي او درنه ویبپاڼه کې زما په اړه دوه لیکنې خپرې شوې.‏

خام موادمې راټول کړل، په لیکنه مې پېل وکړ، جالب معلومات دوستانو راسره شریک کړل، فکر مې وکړ، چې هغه څه چې موږ ‏ورڅخه تشویش او اندیښنه درلودله، د حزب د ځینو وروڼو د ناپوهې له کبله عملا خپله پکې ونښتلو.‏

ډول ډول پېغامونه دوستانو راته راولیږل، له ګردو څخه مننه کوم، ویره راسره پیداشوه، چې د دښمن لپاره همدا ښه شیبه ده، خدای ‏مه کړه ، دښمن به په لوی لاس یوه ناوړه پېښه رامنځته کړي، او بیا به یې تاوان پر حزب کړي، ممکن چې همدغسي یوه وړه اشتباه ‏د لویو او خونړیو پېښو سبب وګرځي، ځکه په دریمه نړۍ کې بهرنیو او کورنیو جاسوسانو هر وخت له همدغسي کړنو کار اخیستی ‏دی.‏

خدای ج دي وکړي چې زموږ اندیښنې غلطي ثابتې شي، الله ج دي وکړي چې حزب او طالب د ښمنې او جګړې ته له یو بل سره ‏مجبوره نه شي.‏

موږ هیله لرو چې حزب له جمعیت او شورای نظار سره هم د پخوانیو تربګنیو او دښمنیو پرځای د دوستي او همکاري لاس اوږد ‏کړي، جګړه په هیواد کې د افغانانو په ګټه نه، بلکې د بهرنیانو په ګټه ده.‏

او یادونه کوم، له کوم راهیسې چې تړون لاسلیک شوی، ځینو پخو سیاستوالو راته ویلې چې نښې نښانې داسي ښکاري چې حزب او ‏جمعیت /شورای نظار بیا د جګړې او زور ازموینې لورته ورټیل وهل شي.‏

موږ په پوره باور سره وایو چې که ښاغلی حکمتیار صاحب د رښتونې سولې لپاره کار وکړی، د حزب له وړو او غټو ګټو څخه د هیواد ‏په کچه لوړو او ملي ګټو ته ډیر پام وکړي، امید شته چې هیواد مو له جګړو څخه نجات پیداکړي، او په دي برخه کې موږ له هر ‏افغان سره ملګري یو چې د حقیقي او پایداره سولې لپاره کار وکړي.‏



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

2 تبصرې

  1. الجاچ استاذ بیانزی

    زما په اند حزب د سیاف او ربانی په شان له اوله د کابل د غلامانو او بادارانو سره ملتیا لرله یعنی یو ګروپ ته یی ورله د ارغندیوال به مشری د کابل اداره کی سهیم او بل ګروپ یی د حکمتیار په مشری غرونو ته ولیږلو چه اصل کی به د مقاومت به ضد مګر ظاهری شعار به یی د اشغلګرو سره مبارزه او مجادله وی کله چه یی مجاهدینو ته دغه دوه مخی په ډاګه شوه مقاطعه یی ورسره وکړه اشغلګرو ورته اربکی مجاهدین به واک کی ورکړل ، د هغو له وسلو او معاشو یی غلا کوله اربکان یی دمحلی پولیسو سره یو ځای کړل ، داچه د حزب او حکمتیار له نومه یی استفاده کوله هغوی یی لمړی به جمهوری ریاست کی د نومولو جواز ورکړو ، که حزب مخالف او یا په جنګ کی وی د جمهوری ریاست د پاره څرنګه نومول کیږی او هماغه نومول شوی دغنی نظامی مشاور وزیر دی .
    دا چه اوس داعشیان زیږول شوی اوس یی ورته د سولی په نوم دداعشیانو مشری وسپارله دخبرو ځند یی د معاشونو او وسلو د ویش به اړه وو چه حزب ته یی د توزیع واک نه ورکولو ، دا چه د بندو دروازو شاته څه شوی معلومه نه ده یا به یی ورته یو ځل بیا چانس ورکړی وی مګر دکابل د غلامانو او بادارانو د نظارت لاندی او له به یی ورته د هغه نه توزیع په مقابل کی نور حه امتیازات ورکړی وی ، دا چه ویل کیږی دوه دری شهرکونه به ورکوی هغه شهر کونه نه دی داشغلګرو خالی نظامی بیسونه یی ورته د داعشیانو د مجاهد نمایی روژنی او اکمالاتو د باره په واک کی ورکړی .
    بل اړخ یی د افغانستان د داخلی جنګونو د پاره ارګ کی د عبدالله په مقابل کی د پشتنو تله مساوی کړی که د طالبانو به مقابل کی بریاوی تر لاسه نه کړی بیا به د روسانو له وتلو وروسته زمونږ دخپلمنخي جنګو د پیلولو د باره هم له حزب سلامی او حکومتیار کار واخلی تر حو به دی واسطه جهادی روحیه به قومی جنګو او تعصباتو واړوی دا یی اخری ابشن دی د دواړو د باره یی د دالرو شوقیان حزبیانو ته د سولی په نوم د داغشیانو مشری ورکړه ځینی قوماندانان لکه دوستم ، رازق ، د قدیر زوی ، نور او داسی نور به ورسره مرسته کوی .

  2. سلامونه ا نیکی هیلی

    مطمین سیب یو له هغو کسانو دی چه زه یی لیکنی په شوق سره لولم
    د مطمین سیب او دهغه د ملګرو د ا اندیښنه چه خدای دی نکړی په اطراف کی به حزبیان له طالب سره ونښلی او لدی کاربه خارجی او داخلی کړی ګټه پورته کړی ځکه په ځای فکر ندی چه طالبانو ان له هغه بیدایش نه بیا تر نن ورځی د حزب سره ګرمه دشمنی پاللی ده ، سره لدی چه حزب د امریکا مخالف وکړ خو بیا هم طالبانو حزب ته د لمړی دشمن په سترګه کتلی

    که مطمین سیب د طالبانو له رهبری هم وپوښتی چه ولی یی له پیدایشه بیا ترننه پوری له حزب سره دشمنی کړی او لا یی کوی نو ښه به وی

    ما خو له ملا احسان الله نه په خوست کی په غالبا په ۱۹۹۴ کی پوښتنه وکړه چه ولی له حزب سره دشمنی کوی او ولی یی د دریم قوت په حیث د سوره حجرات په هغه هدایت عمل ونکړ چه وایی کله چه دوه مسلمانان ، یا مسلمانی ډلی یا ګروپونه خپلو کی په جنګ شی او هغه هم د مشترک دشمن له ماتی روسته نو نورمسلمانان دی ددوی ترمنځ د سولی کوشش وکړی او هره ډله چه د دریم ګړو د سولی کوشش چه د قران او سنت په معیارونه ولاړ وی مخالفت وکړی نو بیا دی دا دریم قوت د هغه طرف خلاف چه سوله نه منی له هغه طرف سره ودریږی چه سوله منی او ترهغو دی د نه منونکی طرف خلاف جنګ وکړی چه سوله ومنی، د ملا احسان الله سره بیا ددی ځواب نه وو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.