يونس تنوير

استعاره او تخیل/ لیکوال: یونس تنویر

يونس تنوير

  تخیل د شاعرانه تحلیل په اساس په دوه  ډوله ویشو.  موږ د ټولو انسانانو د تخیلاتو په قوه، خبره  نه کوو؛ بلکې موږ د پنځونې او تخلیق د جوړښت له مخې، تخیل په دوه ډوله ویشو. او په دغه دواړه توکو کې د استعارې اجزا هم شته او  د سیمبول خواص هم؛ ولې ځینو منتقیدینو تشبیه هم د تخیل توک ګڼلې ده.  خو  زه  باوري یم  چې  هره تشبیه به تخیل پیدا، نه کړي. په دې باندې به وروسته خبرې وکړو.

       سیمبول او استعاره د تخیل د پنځونې دوې ذریعې دي.  استعاره  د شیانو  د امکاني حالت او غیر حقیقي بیان او سیمبول د شیانو د خواصو او د مانا  په تعدود  باندې تخیل را ولاړوي.

         سیمبول ولې د تخیل یوه ذریعه ده؟ ځکه چې سیمبول د مانا په لحاظ تعدد لري. سیمبول داسې دال دی چې مدلولونه یې زیات دي. د سیمبول دلالت په یوې مانا، نه وي. بلکې داسې دال وي چې په څو مدلولونو دلالت کوي. او خیال د شیانو په څرګنده مانا کې نه وي. او همدا خیال دی چې د شیانو موجوده بڼه متغیروي.

          په پورتني بحث کې مو تخیل په توکونو کې وښودو.  چې یو د لفظ تخیل دی  او  بل د  مانا تخیل دی.   د لفظ تخیل،  په شاعرانه ترکیبونو، د کلمو په شاعرانه تناسب،  تضاد،  معنوي او لفظي رابطه  او  په غیر حقیقي بیان باندې، رامنځته کیږي.

         د مانا تخیل د شاعرانه  ذوق،  د لفظ را  اخیستنه د مانا په تعدد،  انساني جذبه پیدا کول،  زیرکي او چستي،  د مشاهدې لطافت  او  باریکي، امکاني حالت رامنځته کول، د نفسیاتو افاقي فطرت ظا هرول،  د خواصو  په  تناسب، رامنځته کیږي.  چې په دې کې هم  د استعارې توکي شته. یانې تر ډېره  بریده  د تخیل په جوړښت کې د استعارې شتون ممکن دی.

         په پورته خبرو کې  که د استعارې تو کونه وویشو، نو  استعاره  به  دوې  خوا وې  پیدا  کړي. یانې د لفظ له مخې استعاره: غيرحقيقي بيان وي. او د مانا له مخې استعاره: د امکاني حالت رامنځته کونه وي.  دغه  دواړه  توکونه، د څېزونو  یا  شیانو حقیقي شکل او مانا ته داسې بدلون ورکوي چې د معدوم  او  معقول حالت اپوټه شکل وي. خو هېڅ وخت به  ورسره  بې تړاوه، نه وي. ځکه د تخیل کار غیرحقیقي  بیان  او  د  امکاني حالت رامنځته کونه وي. دغه توکي د قرینو په  مرسته  د معدوم  او  معقول حالت سره تړاو  لري.  استعاره د تشبیه په څېر یو شی دبل شي په څېر نه ښکاره کوي، بلکې یو شی داسې ګڼي لکه هغه شی چې وي.

         تشبیه به د داستعارې  پراخ  شکل وګڼو، خو تخیل به رامنځته، نه کړي. تصویر به وزیږوي، خو امکاني حالت به پیدا، نه کړي. مجازي مانا به پیدا کړي، خو  فلسفیانه  مضمون  به  جوړ، نه شي کړای. که موږ  ووایو چې: عمري حسن دې روزي شه غنمرنګه. دا  استعاره ده. دا یو خیال دی. خو که ووایو چې: ستا سترګې لکه صهبايي شراب.  نو  دا به یو مجازي مانا وي، یو  انځور به وي؛ ولې خیال، نه شي کیدای. ځکه خیال د کلمو  په وصفي او غیر حقیقي ماناو  جوړیږي. په لومړۍ مسره کې (غنم او رنګ) دوې کلمې دي. چې د زور(ه) په مرسته، ترې صرفي ترکیب جوړ شوی دی.  د دغه ترکیب مانا د کلمو په وصفي مانا کې ده. د مخاطب د رنګ مجازي بیان دی.  یا  صفت دی.  خو د ورته ګڼلو تقاضا پکې تر ډېره  نشته.  چې  توصیفي ترکیب هم  ورته  ویل کیږي. که پورتنی ترکیب ( لمرمخیه) په منفرد شکل  وکارول شي، نو استعاره به وي ، خو خیال، نه شي کیدای.  خبره  داده   چې  ددې  ترکیب  جوړښت  عادي  دی.  د یوې کلمې وصفي مانا به هله خیالي شي چې د مسرو  د  نورو  کلمو  سره شاعرانه اړیکه ولري.  لکه  د  پورتنۍ  مسرې  دوهمه مسره داسې ده : خیر که زه دې ددیدن عمري نهر شم.  دغه ترکیب د نهر دکلمې سره معنوي  اړیکه لري چې  د لفظ د ايښودو استعمال یې  شاعرانه اړیکه لري  او  یو غیر حقیقي بیان یې رامنځته کړی دی.  نو  همدا خیال دی.  کنه د خیال په جوړښت کې ترکیب  باید  امکاني  حالت  او  غیرحقیقي  بیان  ولري.  هر ډول ترکیبونه  هم  خیال  نه  شي کیدای.  او  دوهمه جمله کې ( ستا سترګې لکه صهبايي شراب) مجازي  مانا  لري،  تصویر  لري.  مګر په مطلق ډول تخیل د شیانو په تصویرولو، نه رامنځته کیږي.  دا  به وګڼو  چې د حسن ښودلو ته یې خیالي تصویر ورکړی دی،  مګر تصویر د حقیقي شیانو ښودونکی وي.  او  خیال د غیرحقیقي شیانو  ښودونکی  وي. دغه  غیریت  د افسانې په مانا نه دی؛ بلکې د قرینو له مخې د معدوم او معقول سره تړاو لري. که په پورتنۍ جملې ( عمري حسن دې روزي شه غنمورنګه) باندې غور وکړو؛ نو حسن، رزق نه شي کیدای. خو چې عمر راغلی دی، نو  موږ  یو  ډول قرینې سره مخامخ کیږو.  مطلب دا دی چې مخاطب ته یې د تلپاتي حسن د ساتلو دعا کړې ده. نو دا شی به ولې خیال نه زیږوي . ځکه چې خیال عادي بیان نه وي  او  دا  شی  مو  د استعارې  په  مرسته را منځته کړی دی .  نو  ښه  داده  چې هره تشبیه د تخیل له توکونو څخه ونه ګڼو. استعاره د تصویرولو  وسیله هم کیدای شي، خو دغه تصویر به پوره خیالي وي.  ممکن تشبیه به په تمثیلي حالت کې خیالي انځور جوړ کړي؛ خو یو شی د بل شي سره په مطلق ډول ورته ګڼل، په تخیل ، نه تمامیږي. تاسې د حمزه بابا دا بیتونه وګورئ:

پلوشو د کوم نمرمخي خبر راوړو

چې هر زړه لکه شبنم هسې چشمان دی
***
دهوسۍ غوندې ارام په میږتون کړه
چې جمود دې هم لړلی په رفتار شي

(حمزه بابا)

          په لومړي بیت کې دوهمه مسره  او  په دوهم  بیت کې  لومړۍ مسره تشبیه ده. (زړه د شبنم سره  او  مخاطب  د  هوسۍ سره تشبیه شوی دی.)  دغه دواړه  مسرې  یو  خیالي  تصویر  لري، مګر د لومړي بیت تشبیه  پوره  خیالي ده. یانې تخیل هم لري او خیالي تصویر هم  لري. ځکه  نه  خو  شبنم  سترګې  لري  او  نه زړه سترګې پیدا  کولای شي. مګر اصله خبره داده چې  سترګې تل کتل کوي او  بیا  چې د چا د راتګ یې اورېدلي وي، نو  سترګې یې لیدو  ته رڼې  وي.  نو همدا خیال دی چې  پلوشو  ته انساني کردار  ورکوي،  زړه  ته  سترګې  ورکوي. او بیا یې داسې سره ترکیبوي چې حقیقت  یې  شاعرانه  وي.

           د خیال او تصویر، ترمنځه  باید تفکیک وشي. په پورتنیو  بیتونو  کې  د لومړي بیت په لومړۍ مسره  او  د  دوهم  بیت  په  دوهمه مسره کې خیال شته.  لومړی  مسره  د استعارې مانیزه  جوړونه ده. چې  د  امکاني حالت بیان لري. ځکه چې د پورتنۍ مسرې (چې هر زړه لکه شبنم هسې  چشمان) د زړه  او  شبنم  ترمنځه خو  تشبیه تړل شوې ده. دا تشبیه ده. یو خیالي تصویر دی. مګر  (زړه هسې چشمان شي) دا بیا په استعارې دلالت کوي. او  استعاره  چې امکاني حالت پیدا کړي ، نو مطلق خیال وي. نو  زړه  به  څنګه سترګۍ سترګۍ نه کیږي چې د لمر مخي د راتګ زیری چا راوړی  وي.   او  د دوهم  بیت  دوهمه  مسره  د  پراډوکس ده.  چې  غیر حقیقي بیان  لري.

          د استعارې  او  پراډکس تو پیر په  دې کې دی چې  استعاره،  مستعار له  او  مستعار منه لري. مګر پراډکس یې، نه لري.  په  لومړي  بیت کې لمر مخی راغلی دی  چې لمر مستعار منه یا مشبه به  ده، خو  مشبه  نشته  چې مراد  ترې د لمر غوندې ښکلی مخ دی. او  مخ  پکې  قرینه ده. همدارنګه زړه سترګې پیدا کړې دي. زړه خو سترګې نه لري، مګر  زموږ  په  روایاتو  کې  اکثره  خلک  د  یو ښکلي شي په لیدو  وایي  چې : زړه مې ورته سترګۍ  سترګي شو. نو دا د استعارې هغه خوا ده چې د مانا  تخیل  را ولاړوي. یانې د  مانا په لحاظ خیال  زیږوي.

     د خیال د جوړښت لپاره د خاصو توکو ښودنه، ممکن یو لړ تضادونه را برسېره کړي. لکه په پورتنیو بیتونو کې مو چې ورته اشاره وکړه.  هر شی چې یا هر توکی چې خیالي مفردات ولري،  هغه که استعاره ، سیمبول، تشبیه او …  وي یا، نه وي ، ولې خیال به وي. یانې خیال په خاصو ذریعو نه شي جوړيدای. موږ د خیال  لپاره یوه  اسانه  چاره  رامنځته کړه. دغه  چاره  د محدودو توکو  ګډوله،  نه ده؛  بلکې  لفظ او مانا دي  چې شاعري جوړوي. او خیال بیا په دغو  دواړو (لفظ او مانا)  کې خپل خواص  لري  چې د خیال د پېژندنې او جوړونې لاره ترې مالومیدی شي.   چې  یو  د لفظ تخیل و  او  بل د مانا تخیل و.  او  د دغو  لپاره مو څه نا څه ذریعي هم  وښودې.  په  بلاغي  علمو کې ممکن داسې نور توکي هم پیدا شي چې خیال دې جوړ کړي. لکه د حسن تعلیل دا مثال:

ساه یې خوب کې ځکه لنډه لنډه کیږي
په سینه باندې یې پورت دی بار د زلفو

(رحمت الله درد)

           خو موږ دلته د استعارې په خیالي باب خبرې کوو. او ځینې ملګري چې هر چېري  تشبیه وګوري،  خیال ورته وایي،  نو ممکن د خیال او تصویر په تفکیک کې تناقص ورته پیدا  شوی  وي.  هر ډول تشبیه تخیل نه شي را وستلی. او  هره  استعاره،  سیمبول او… نور هم خیالي نه شي کیدای. خو  په استعارې کې به داسې ډېرې کمې  بیلګې  پیدا  کړو  چې خیال دې و، نه لري.  که یو شی د بل شي سره په مطلق ورته ګڼلو او  یا  ښودلو کې ښکاره کوو،  نو خیال نه شي کیدای. او تشبیه به هغه وخت خیال پیدا کړي  چې  د خیال  مفردات  ولري. او  موږ د خیال لپاره دوه توکونه  وښودل چې یو د لفظ تخیل دی  او  بل د مانا تخیل دی  چې هر یو یې پوره پوره توکي لري. خو زموږ بحث د استعارې خیالي باب و، نو ځکه مو یو څه را محدوده کړه.  دغه خیالي عناصر په  ټولو  بلاغي  علومو  کې شته.  په  چا کې ډېر وي. په چا کې لږ  او  په چا کې به یې بیخي پیدا، نه کړو.  تاسې لاندې بیت وګورئ چې په تشبیه باندې یې خیال رامنځته کړی دی:

زه سپین زړه ساده پښتون وم قسموت ماته

سیاه زړه لکه مغل کړې زلفې ستا

(حمزه بابا)

       په پورته بیت کې تشبیه په غیر حقیقي حالت کې راغلې ده او غیر حقیقي بیان د خیال زیږول وي.  او  تاسې د حمزه بابا دا بیتونه هم وګورئ چې د خیال  جوړښت لري:

ډېرې رسوایۍ کړم د حیرت ګوته

ګوره چې اوس خولې ته د اشنا ځمه

(حمزه بابا)چ

زلفې مې ښکل کړې ستا، چې تا به ویل

چــې د ســودا دې څـــه دوا وکـــړه

(حمزه بابا)

حمزه ځواني زما غزل وخوړه

خامي مې دا ده چې غزل نه شومه

          د حیرت ګوته یو ترکیب دی.(( دا یوه اصطلاح هم ده. ګوته په غاښ پاتې کیدل. یانې د تعجب، حیرانتیا  لپاره))  دغه استعاره ممکن د وصال په مانا هم راشي او  د  زیاتو  یادولو  مانا  هم  ورکوي. ځکه  په دوهمه مسره کې ویل شوي دي: ګوره چې اوس خولې ته د اشنا ځمه. او د زیاتې رسوایي حیرت هم کیدای شي، ځکه په رسوایي خلک حیرت خپلوي.  او  د  حمزه  بابا  مراد  دا دی  چې  زه  ډېرې  رسوايي داسې کړم لکه د حیرت ګوته. ما چې کله ځان رسوا ګړ، نو  وصال مې ورسره پیدا کړ. ځکه  اکثره  وخت  د  یوه  شي په حیرانتیا کې  ګوته خولې ته ځي.  ځکه د مینې جدایي تل د یو  او  بل په نا خبریدو کې وي. کله چې  یو د بل له مینې سره خبر شي، نو تمیلات یې سره ګډ شي. په منطقي لحاظ (حیرت په ګوته کې، نه راځي؛  بلکې په انساني  نفسیاتو کې راځي. دا د بیان ښکلا  او  تخلیقي تجربه ده چې په غیر حقیقي بیان کې رامنځته شوې ده. همدا شی استعاره ده. او دا  لوړه خیالي پنځونه ده.

          د لفظ او مانا اړیکه  خیال ځکه رامنځته کوي چې  لفظي  او  معنوي رعایتونه د تخیل په جوړولو کې ژورتیا رامنځته کوي. او  دغه مانا خلکوته مبهمه ښکاري؛  نو  خلک  به  د ابهام  په دې ښایست څه پوه شي؟ د دوهم بیت د زلفو  او  سودا  ترمنځ  همدغه  لفظي او معنوي  رعایتونو، خیال رامنځته کړی دی.  او  د( دوا ) د کلمې په مرسته استعاره  رامنځته شوې ده،  نو  د ناروغ   لپاره  خو  رغتون  وي. زلفې به څنګه د ناروغ د سودا معالجه وکړي؟  خیال په همدې شي کې دی. او  دا  شاعرانه حقیقت دی.

          په درېیم بیت کې غزل خو ځواني نه خوري، بلکې دا یوه معنوي  مشاهده  ده. حمزه بابا  د  خپل  غزل  د ډېرښت تعالې کړې ده.  مراد یې دا دی چې ما خو زیات غزلونه  او  یا ما  خو ټول عمر په غزل لیکلو کې تېر کړ ….دا بیت یې هم وګورۍ:

څيرول  د تاریکۍ  د ګریوان زده کړه

خنده راشي ستا په کار سحر پرسته

(حمزه بابا)

             ممکن دا  شی  نورې  پوښتنې هم را ولاړې کړي،  خو ما  چې  تر  کومه شاعري لوستې ده د خیال په تشخیص کې همدا دوه ډوله تمیلات مې خپل کړي دي. زما  لپاره  لوی  دلیل د شاعري او تخلیق مثالونه دي. چې په پورته خبرو کې مو رڼا  پرې  واچوله. او  دغه  دواړه توکي به په منفرد ډول هم و څيړو. موږ  به  دغه شی په عملي بڼه در ښکاره کوو. دغه  تخیل  چې د تخلیق په ماهیت کې نوښت او چستي راولي، په همدې دوو ډولونو راته بارز شوی دی.  راځئ چې  دغه  دواړه،  ډولونه  په عملي  بڼه تشریح کړو.  او  بیا به وګورو چې دغه ویشنه مو څومره سمه او ناسمه ده. خو زه باور لرم چې دغه ویشنه به پوره ځکه وي  چې  موږ  په  تخلیق  عملي  غور کړی دی. ځینې استثنات به په هر تخلیق کې پیدا شي.

الف: د لفظ تخیل:

            شاعري  د لفظونو جادوګر هنر دی.  په  دغه  فن  باندې عادي مضامینو  او  ماناو ته د الفاظو په مرسته  نا عادیتوب او ندرت  ورکول کیږي.

        د لفظ په ټاکنه یا ترکیبونه کې د تخلیق اساس  د کلمو  په  مفروضي  ماناو  تر ډېره ولاړ، نه وي،  بلکې  ددغو کلمو په وصفي مانا  او  یا د نورو کلمو په  واسطه  دغه  ترکیب  شویو  کلمو  ته د مانا تغیر ورکوي. یانې دغه کلمې په  دې مجبوروي  چې خپلې مفروضي مانا وې  پرېږدي.

         ما په نورو  مقالو کې د لفظ تخیل په مفرداتو او عناصرو  یو  څه خبرې کړې دي.((مانیز تسلسل، د درمل په شاعرۍ کې ترکیبي خیال، د کلمو تشخیص ، شعریت او…)) دلته د حمزه بابا په دغه لانديني بیت کې همدا لفظي تخیل څېړو.

هــلــه بـــه ګل د انـنـګــو را وړي

چـې ورپسې مې شي چشمان ګلونـه

(حمزه بابا)

         ددې بیت خیالي  معما د بیت د کلمو په ترکیب کې ده. کنه د مانا په لحاظ د اننګو او ګلونو  ترمنځ  توپیر شته.  خو  دا چې موږ مخکې هم په خبرو کې وویل چې  د لفظ تخیل د کلمو په مفروضي ماناو کې، نه وي.  اننګي، ګلان  نه راوړي. د ګلانو  وصفي مانا د اننګو سره شاعرانه تناسب لري.  نو  په  دې لحاظ دغه ترکیب (ګل د اننګو) د بیت خیالي باب تشکلوي. او  په  دوهمه مسره کې چشمان ګلونه د سترګو د ړندېدو  لپاره  جوړ شوی ترکیب دی.  دغه د ګل کلمه  دوه  ځلې په دوو  ماناو کې راغلې ده. لومړۍ مسره کې د وصفي مانا پر ځای. او په دوهم ځل د مانا په تغیر رامنځته شوې ده.  دغه  د مانا تغیر د نورو کلمو په مرسته رامنځته شوی دی. زموږ په روایاتو کې د سترګو ګل کیدل، داسې  وي  چې یو شي لیدو  ته مو د سترګو  زیات ضرورت وي. کله چې دغه شی په سترګو، ونه لیدل شي؛ نو سترګې ګل پیدا کوي. یانې ړندیږي. او یا د یوې ضربې له مخې هم سترګې ګلونه پیدا کوي. دغه خیال د لفظونو په مرسته رامنځته شوی دي. تاسې دغه بیت هم وګورئ:

ستا د شیرینو غریو نیولو لبو

څه په خندا کې تریخ ایاغ راکه

(حمزه بابا)

ب: د مانا تخیل:

           هسې خو  شاعري د کلمو په ترکیب ولو  رامنځته  کیږي. خو د مانا تخیل ددې کلمو د مانا په جوړښت کې رامنځته  شوی  وي. دما نا تخیل د ما ناو نه را ولاړیږي. د کلمو په عادي اېښودنه کې وي. یانې د لفظونو په ترکیبونه کې نه وي. بلکې د بیت د ماهیت له عمومي ماناو څخه لاس ته راځي. او د انسان د خواصو د بنیادي شکل په ظاهرولو کې وي.

د مانا تخیل د یوې پېښې سره ګډیږي. او ددغې پیښې د را ښکاريدو امکاني حالت ښکاروي. یانې د مانا تخیل د امکاني حالت د پیدا کولو،  تداعي کوي.  مثلاً  دحمزه بابا په لاندې بیت کې سمندر خو د اوښکو سره نه شي ګډیدای. ولې دا د یوه جمودي روایت انځور دی. یا مثلاً د پښتون قوم د نفسیاتو په اړه دا روایت منو چې  دوی غیریتي دي. اوس کې پښتون غیرتي وي یا نه وي  مګر دا شی زموږ  د نفساتو یوه خاکه ده. یانې په ځای پاتې شوی  روایت دی. همدغه د افاقي فطرت ښودنه د مانا تخیل وي.  تاسې د حمزه بابا دغه دوه بیتونه وګورئ:

دقطرې نه سوا نه شوه دزړه اوښکې

څه که چا کړو سمندر ورسره ګډ

***

دا زه چې سم درته کتلی نه شم
زما په سترګو کې پښتو نشته

(حمزه بابا)

         دغه دواړه بیتونه  د لفظ د جوړښت له مخې، عادي دی. یانې د لفظ جوړښت یې داسې اوډون شوی دی چې د کلمو مفروضي ماناوې ترې ولاړیدلای شي. مګر د مانا له مخې غیرعادي دی. او دا د استعارې هغه دوهم شکل هم دی.

            اکثره کره کتونکي تخیل د رومانوي اغیز ګڼي. نو تخیل خو ځکه رومانوي اغیز لري چې د عقل له پرتمه لوړه پنځونه کوي. په پورته بیت کې سمندر، خو ډېر لوی وي. دا به څنګه په زړه کې ځای شي؟ دلته سمندر د زیات  غم او  فریاد لپاره راغلی دی. او  غم سړي ته زیاتې اوښکې ورکوي. نو حمزه بابا په پورتني بیت کې  یو  ډول خیالي مفکوره ځای کړې ده. او  د تخیل کار دا وي چې د غم کټ مټ انځور، نه کاږي. لکه په تشبیه کې چې  ووایو  چې  زما له سترګو  داسې  اوښکې  څڅېدې  لکه له اسمانه چې باران اوري. نو د پورتني بیت تخیل مانیز دی. چې د بیت په ماهیت کې رامنځته شوی دی. یانې د مانا له مخې یې خیال پیدا کړی دی. او  دا  شی د  غم،  فریاد، کایناتو او … کټه مټه نقالي نه وي. د مانا تخیل د پیښو سره ګډیږي  لکه  د غم  زیاتو  ښودلو  لپاره چې د سمندر مفکوره ورکړل شوې ده.

        د پښتانه قوم نفسیات د سر ټیټۍ خواص، نه لري او نه په تهذیبي لحاظ داسې څه دنده  د دوی سره تړون مومي. دا د پښتانه قوم خاصه ده. چې حمزه بابا د خپلو سترګو سره تمثال کړې ده. نو  د حمزه بابا د پورته دوهم  بیت مانا  داسې  ده  چې که زما په سترګو کې پښتو (غیرت) وای، نو ما به ستا په وړاندې خپلې سترګې جګې نیولې وې. ځکه پښتانه د سر ټیټولو  روایت،  نه لري.  او  د سترګو سره د پښتو تمثالول د مانا په لحاظ، یوه خیالي ادعا ده. ځکه پښتو د یو  قوم  د  ژبې نوم دی. او موږ دغه نوم د یو قوم نفسیاتو ته اوړولی دی. او دا ددې  قوم خواص دي. کنه سترګې خو د ژبې غوندې، خبرې  نه شي کولای. نو په دغه بیت کې د (کتلو) کلمه هم شته چې دغه د مانا خیال یې له افسانې، را ژغورلې ده. یا دا بیت هم وګورئ:

چې حمزه شولو میین په مستو سترګو
اې واعظه! د صهبا اوشو جواز
***

(حمزه بابا)

پای

اخځلیکونه:

۱-  استعاره، تخیل او تخلیق، پښتو ژباړن: عبدالجمیل ممتاز، لیکوال: معید رشیدي، www.ketabton.com



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.