غزل/ ابراهيم صياد

ابراهيم صياد

چې سوزوي مې څوک افغان په لمبو
خدایه اخته یې کړې د ځان په لمبو

له خپله ځان څخه یې زغرې تاو کړې
ور ټیل وهي بیا مسلمان په لمبو

نن دې زما په وجود بلې کړلې
سبا به ستا راشې دوران په لمبو

خزانه تا څخه ګیله نه لرم
ګلشن مې سوی د باغوان په لمبو

دا مې د میني څومره ښه سبوت دی
چې لوګی کیږم د هجران په لمبو

دغه سنت ابراهیمي را پاتي
مونږ له مودو یو راروان په لمبو

ستړی کاروان به تر منزل رسوي
چې ور ګډ شوی مو څاروان په لمبو

خیر ده صیاد دې پکې لو لپه شې
پام چې مې وریت نکړې جانان په لمبو



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.