ارګ ته یو بل اجل نیولي سړي کډه راوړه

سیمع الله تړون

ارګ ته یو بل اجل نیولی سړی کډه راوړه
ارګ ته یو بل د شاه شجاع دلارې مل راغی
ارګ ته یو بل وطن پلورونکی سړی ننوته
ارګ ته یو بل سړی په شان لکه کارمل راغی
سل ځله نورو په بلا نومونو ولوټلو
دا ځله ارګ ته د غني په نامه غل راغی

افغانستان به درنه ډیر خفه شي نوی مشره
د دې بچو ته د خفه ورونو خطاب مه کوه
زما خبری زاړه مشر ځواب کړی نه دی
تاته یی وایمه او ته یی هم ځواب مه کوه
انقلابونه د ازادو خلکو کار دی مشره
ته هيڅ ناره د تحول او انقلاب مه کوه

پرون پاچا شولی او نن دی زمونږ سر خرڅ کړ
د دې وطن د وارثانو درته مخه شوله
ته د ولا او د برا په مانا نه پوهيږې
ځکه د ټولو کافرانو درته مخه شوله
اوس به په ارګ کی درته مرګ وزری وغوړوي
اوس د با ننګه طالبانو درته مخه شوله

پاچا په ډیره خوشالۍ ارګ ته ورننوتې
پاچا په ډیره خوشالۍ باندې دې لوړه وکړه
پاچا ايمان ، ننګ او غېرت ته دې لغته ورکړه
پاچا د خدای د دښمنانو سره دې جوړه وکړه
پاچا ميروېس او احمدشاه هم د همدې وطن وو
پاچا حيا خو له اتل امير کروړه وکړ

پاچا منم چې اسلامي نظام دې نه خوښېږي
پاچا منم چی جمهوريت ته مناسب سړی يي
پاچا ټول عمر دې صلیب ته سلامي کړې ده
پاچا د کفر ماموريت ته مناسب سړی يي
زما وطن زما بچي ستا له مرميو نه زار
پاچا منم چې بربريت ته مناسب سړی يي

هغه به ماته خوری هغه به خامخا پريوزی
چا چی جهاد ته نوم د جنګ او تروریزم ورکړ
پاچا غوپه به شي په دوه بیړیو مه سپریږه
یو لاس دی لاس کی د بدرنګه امپریالیږم ورکړ
بل لاس دی بیا د سره ښامار په لوری وغزاوه
پاچا وطن ته دی بیا رنګ د کمونیزم ورکړ

پاچا په خپله عقيده کی دومره مخکی تللی
اوس د جومات او د ممبر توپير کولی نه شی
دې د ناسخ او د منسوخ په معنا نه پوهيږي
د کليسا او د ممبر توپیر کولی نه شي
زه مي د سر ژړا کوم او دا د خېټې چغې
پاچا د خيټی او د سر توپير کولی نه شي

پاچا چې کله مو کافر په دوستۍ نه پېژانده
مونږ به ډيلي کی ملاتړ د مظلومانو کاوه
سړک مو خام و خو خبره مو پخه کوله
په هر ډګر به مو ځواب د ظالمانو کاوه
د ښکرورو نړېوالو رانه ډډه کېده
په نه خبره به سلام راته هندوانو کاوه

زما نه ساه اوځي او ته مې د مۍ نه نيسې
اوس راته وايه چی د سر قاتل می یی او کنه
د غلا نقشه د بريښنايي سیستم ته واړوله
پاچا صیب اوس د زور او زر قاتل می یی او کنه
د جوماتونو منارې مي په توپونو ولې
نو د امام او د ممبر قاتل می یی او کنه

پاچا کندوز کی د خرڅون معامله نه ده شوی
ملا ته ورشه او د فتحې کلمه وګوره
د ابابیل او ابرهه کیسه په غور واوره
او د توبی د سورت ټوله ترجمه وګوره
ته د تکبیر د زمزمو له شوره نه یی خبر
ته تلویزیون ته کینه وخانده نغمه وګوره

پاچا چې وينه مې ارزانه وينه ونه ګڼې
پاچا زما د سر د پور دپاره خلک شته دی
پاچا دا کور دومره بې واکه بې وارثه نه دی
پاچا د دې خرڅ شوي کور دپاره خلک شته دی
پاچا زمونږه د خبرو خلک غره ته تللي
پاچا په غرونو کې د زور دپاره خلک شته دی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.