د افغانې ماشومې ایرانی قاتل په دوه ځل اعدام محکوم شو

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۳مه ۱۳۹۵ل): ایراني رسنۍ وايي چې د شپږ کلنې افغانې انجلۍ ستایش قریشي ایرانی قاتل په دوه ځل اعدام محکوم شوی دی.

د ستایش قریشي د کورنۍ وکیل عسګرقاسمي اقباش خبري رسنیو ته ویلي چې هغه د قصدي قتل او په زور جنسي تیري په تور په دوه ځل اعدام محکوم شوی دی.

د محکمې دغه حکم د بیا کتنې وړ دی.

بل لوري ته د تهران د ابتدائیه محکمې سرپرست محسن افتخاري ویلي چې د محکمې حکم تر دې دمه لاسلیک شوی نه دی او دی نه شي کولای چې رسنیو ته یې په لاس کې ورکړي.

ستایش قریشي کورنۍ په ایران کې کډوال دي. هغه شپږ کلنه وه چې د یوه ګاونډي هلک لخوا وتښتول شوه، جنسي تیری پرې وشو او وروسته د همدغه هلک لخوا و وژل شوه.

د یادې ماشومې قتل په ټولنیزو رسنیو کې خورا ډير خپور شو او په ځانګړي ډول افغان فعالانو ویل چې که دغه قتل یو افغان کړی وای انجام به یې څه و. افغان فعالانو ایرانۍ رسنۍ په دې تورنې کړلې چې د یادې پېښې په اړه یې سکوت غوره کړی دی.

د یادې انجلۍ قاتل د توندو بحثونو وروسته پولیسو ونېولو او ټولنیزو رسنیو بحثونو ایراني اخوندان هم غبرګون ښودلو ته اړ کړل.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.