پاکستان د ویسټ انډیز څخه دوهمه شل اوریزه لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۴مه ۱۳۹۵ل): نن د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ په متحده عرب اماراتو کې د کرکیټ دوهمه شل اوریزه لوبه تر سره شوه، چې پاکستان په ۱۶ منډو وګټله.

ددې تر مخه دواړو ډلو یوه بله لوبه هم کړی وه، چې پاکستان په نهه وکټونو ګټلې وه.

د ننۍ لوبي په ګټلو سره پاکستان د ۳شل اوریزو لوبو لړۍ په خپل نامه کړله.

د نن لوبه چې په دبۍ کې تر سره شوه، ویسټ انډیز د لوبي پچه وګټله، او لومړی یې د توپ اچوني پریکړه وکړه.

پاکستان په خپل وار ۱۶۰ منډي جوړي کړي، څلور لوبغاړي یې له لاسه ورکړه.

د پاکستان له لوري سرفراز احمد ۴۶ منډي جوړي کړې، خالد لطیف ۴۰، شعیب ملک ۳۷ او بابر اعظم ۱۹ منډي جوړي کړي.

په جواب کې ویسټ انډیز ۱۴۴ منډي جوړي کړی او نهه لوبغاړي له لاسه ورکړه.

ناراین ۳۰، فلیچر ۲۹، پولارډ ۱۸، براوو ۱۸ او چارلس ۱۰ منډي جوړي کړي.

د پاکستان له لوري سهیل تنویر ۳ او حسن علي ۳ لوبغاړي وسوځول.

ددواړو ډلو تر منځ به دریمه لوبه د رواني میلادي میاشتي پر ۲۷مه نیټه پر ابوظبي کې ترسره شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.