د طالبانو له یوې تبلیغاتي ویډیو څخه اخیستل شوی انځور

ملګرو پام به کوئ..

راشد

آبله ورځ (پنجشنبه، تلې ۱، ۱۳۹۵) دسپتمبر په ۲۲ د افغانستان له اسلامي حزب سره د سولي تړون د کريمي او اتمر په لاس امضا شو..

له تړون وروسته د امريکایانو نماينده اتمر اوويل چې: سوله قرباني غواړي او حکمت یار دغې قربانۍ ته ځان تیار کړو ..

پدې څو کلونو کې ډېرې درد ناکه پيښې وشوې، له هغو نه يوه دا هم وه، چې ډېر مؤمنان خصوصا د جهاد او ازادۍ مينان يې سخت ودردول..
دا درد د دې لپاره نه وو چې: ولې حکمت يار  امريکايانو ته ورغی.. حکمت یار يو انسان دی.. د ده په وجود نه دنيا ړنګه ده نه اباده.. خو دی د يوه اسلامي حزب مشر وو، د ده د ډلې تر قيادت او شعار ( سله په سله اسلامي حکومت) لاندې ډېر ې ميندې بورې ښځې کونډې او لادونه يتيمان شول..

نن چې د تاريخ په ډېر خطرناک پړاو، او  داستعمار په تر ټولو کرغېړن بهير کې دی په رسمي ډول امريکايانو ته ورځي.. د هغوی له نماينده حکومت سره سوله کوي.. مطلب دا چې د ده او  امريکایانو هيلي سره یو شوي.. هغه خلک چې له کلونو را هيسي د امريکایانو په لمسون او د هغو ی تر څنګ د افغانانو عالمانو او طالبانو ويني تويوي.. اوس حکمت یار  له هغوی سره يو ځای شو.. د هغوی  دښمن د ده دښمن او دوست يې د ده دوست دی..

له تړون نه يوه ورځ وروسته او تر اوسه چې د عامو مسمانانو  کومې تبصرې خبرې او نيوکې نشر شوي.. هغه ټولې يو حقيقت ثابتوي چې: حکمتيار ښه کار ندی کړی.. ده سوله نه، بلکه امريکايانو ته تسلیم شوی..

د اسلامي امارت مشران کشران خصوصا هغه محترمین چې د صف واګي يې په لاس کې دي- بايد له حکمت يار نه عبرت واخلي.. همداسې لکه اوس چې (الحمد لله) په نره جهاد ته ولاړ دي.. ودرېږي.. حکمت او رخصتونو پسې دې نه ځي.. جهاد د عزيمت عمل دی.. او اسلامي امارت الحمد لله ډېر پر مخ تللی.. هغه تورې تيارې چې دومره رڼا شوې.. دا لږ تياره به هم خدای ختمه کړي.. الله تعالی د کفر ختموونکی دی..

کړاو، بند او شهادت له جهاد سره تړلي وي.. دا يو هم عار ندی.. عار  له خپل هدف نه ګرځېدل او چې په کلونه دې اسلامي  دښمن وي له هغه سر يو ځای کېدل دي..

رب مو دې له کفر، کمراهۍ او نفاق څخه په خپل فضل وساتي. آمین

۲۴ سپتمبر ۲۰۱۶



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.