د جګړی له ادرسه سوله ناشونی ده

لېکوال رشید حبیب زئی

سوله د افغانستان له خاوری څخه الوتی هغه عنقاء مرغئ ده چې نزدی ۴ لسیزی وشوی افغانان یې لیدو ته لیواله دی خو متأسفانه چې  خارجی او سیمئیزو کړیو سربیره هر هغه افغان هم د عامه افغانانو په احساساتو لوبی وکړی چې اقلاً د لس پنځلسو وسلوالو مشری یې  پر غاړه لرله.

د سیاسی شنونکو په اند  ګران هېواد ته  د غربی ښکیلاک راتللو مقصد د افغانستان ټوټه کول ،  د افغانانو خپلمنځی اتفاق له منځه وړل او په کورنیو جګړو اخته کول دی  چې ښکاره بیلګه یې شمال کې د دوستم په  خپلسري عملیاتو او پښتون وژنه د ناټو چوپتیا او ختیځ کې  داعشی ناورین ته عملی بڼه ورکول  دی.
امریکی د اشغال له اولی ورځی بیا تر ننه د خپلو داخلی ملګرو په بدرګه او  د ملل متحد  په مرسته د سولی او ارام ژوند راوړلو په نمائشی شعارونو بی شمیره  هېوادوال د  مرګ ، زندان او ژوبلتیا په سیند لاهو کړل  خو مقابل کې یې چې هر چا د  ریښتینی ازادئ او تلپاتی سولی نوم اخیستی هغه غږ یې د ابد لپاره خاموش ، سړی یې له صحنی لری او خپل نظامی فرعونیت ته یې ورځ تر بلی قوت ورکړی.

که څه هم امریکي  په ظاهری بڼه د نظامی تحرکاتو واک  افغان دولت ته سپارلی خو له حقیقت څخه یې هيڅ افغان ناخبره ندی چې  د نظامی عملیاتو سربیره  داخلی او خارجی سیاست  هم مستیقیماً د جان کیری لخوا پر مخ وړل کیږی او  هر هغه کار پری کول لازم چې امریکائی جنرالان یې  ورته حکم وکړی .

د پنج شنبی په ورځ د افغان دولت او حزب اسلامی تر منځ د سولی  تړون  لاس لیک شو چې  تر مخی  یې حزب اسلامی د افغانستان سیاسی دولتی ګوند وګرځید  ، ۱۵ کاله پس یې خپل نظامی تشکیلات لغوه کړل ،اساسی  قانون یې ومانه او د جان کیری په لا س جوړ شوی دولت یې د افغانستان اسلامی دولت ومانه  نو په دغسی حالاتو کې چې واک د اشغالګری شپیلئ سره وی سوله  په یخ د لیکلو تعبیر لری.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.