د حج د فریضې له ادا کولو وروسته پښتني دودونه

حميدالله حيدرخېل

د حج د فریضې له ادا کولو وروسته دویم لوی شرط دا دی چې  الف: -تسبې، جاینمازونه، مسواکونه، د ښځو لپاره زړوکي( څادرونه)،جامې، لښتۍ (غوږوالۍ)، غاړکۍ، بنګړي، او داسې نور په ښه کیفیت سره باید موجود کړې.

ب: هېل لرونکی چای او ورسره وچه میوه،پ ه ډوډۍ کې د هر وریژو غوري پر سر، سره کړې چرګه، قورمه، مکروني، سبزي، مربا، فیروني، پیپسي او داسې نور باید په ښه خوند سره موجود کړې.

د: په لنده میوه کې، هندواڼه، خربوزه، مڼې، انګور او داسې نوره میوه باید موجوده کړې.

دا شرط به پوره کوې که پیسې نه لرې ورته راقرض یې کړه، که چا قرض نه درکولو په سود ورته پیسې راواخله خو که په دې پاسنیو برخو کې یوه هم نیمګړي شوه نو ته بیا تربور، کلیوالو، یارانو او دوستانو ته په پښتو کې کم راغلې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.