د ټول عمر د خوشالۍ دپاره درې پوښتنې

لیکوال: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم

تاسې له اوله ټول هغه شیان چې د یو ښکلي ژوند جوړولو دپاره ورته اړتیا وي د ځان سره لرئ- تاسې په هغو ټولو خبرو چې د ځان یو ښه ملګري، یو مهربانه لارښود، یو ښونکې او د خپل ځان مرستندویه جوړیدو دپاره باید پرې پوه شئ پوهیږئ – دې سره تاسې کولې شئ ریښتوني خوښي او د بریا احساس ولرئ-

تاسې په دې لیکنه کې د ټول عمر دپاره د ځان رواني تهراپسټ جوړیدل زده کولې شئ – تاسې دا هم زده کولې شئ چې هغه ستونزې چې ستاسې او ستاسې شخصي خوښۍ ترمنځ ولاړې دي څنګه حل کړئ-

د ځان سره رښتني او صادق و اوسئ

د خپل ځان تر ټولو ښه ملګرې جوړیدو دپاره د پیل ټکې دا دې چې تاسې د ځان سره او د خپلو اړیکو سره په پوره توګه رښتوني و اوسئ- د ځان تیر ایستنې او د خیر په تمه ناستې څخه تیر شئ- د بیلګې په توګه، کله چې یو څه تاسې خپه کوي، په هر دلیل چې وي، کیدې شي چې دا حالت د ښه کیدو پرځاې لا بد والي لوري ته لاړ شي- نو د انکار په لور هڅیدنې څخه ځان وژغورئ، داسې مه انګیرئ ګوندې هر څه سم دي، چې تمه ولرئ، هیله وکړئ، او دعا وکړئ چې که هر څه دي دا به لرې شي او تاسې اړ نه یاست چې یو څه وکړئ- حقیقت دا دې چې امکان لري چې حالت به ډیر بد شي مخکې له دې چې ښه کیږي او دا چې په هر حال کې تاسې اړ یاست چې بد حالت سره ځان مخامخ کړئ او په اړه یې یو څه وکړئ-

د خپلې ستونزې په اړه په لوړه کچه اقدام وکړئ

یو پخوانې متل دې چې واي چې تاسې ستونزه په هغه کچه نه شئ حل کولې به کومه چې ورسره مخامخ کیږئ – دا په دې مانا چې نه ختمیدونکي ستونزې سره پهلواني کول بې ثمره او ستړې کونکې هڅه ده- د بیلګې په ډول که دوه کسان چې سره اړیکه لري پرله پسې جنګونه کوي او بیا دوي خپلو کې خبرې اترې کوي او په دې ډول غواړي چې خپلې ستونزې کړي، کیدې شي دوي د ستونزې حل په ناسمه کچه کوي (ولې چې د حل څخه وروسته دوي بیا شخړه کوی او بیا سره جوړیږي)– په لوړه کچه د ستونزې حل لټول به دا خلک اړ کړي چې پوښتنه وکړي، “که غواړو چې خوښ و اوسو، آیا په لومړي سر کې دا اړیکه د دې ارزښت لري چې مونږ یې وپالو (کیدې شي چې سره جلا شو ترڅو د دې بیا ځله شخړو څخه خلاص شو)؟”

د ځان دپاره سمه دنده وګورئ

ډیر خلک د یو ځانګړي کار په کولو کې ډیر ډیر زیار باسي خو بیا هم د د دغه کار په کولو کې د پام وړ ناامیدي او ستړیااحساسوي- په هر ترتیب، د دوي د خوښۍ د درلودو دپاه سم ځواب کیدې شي دا وي چې دغه خلک دې یو بل کار وکړي او دا دنده دې پریږدي ، او یا هم دا کار په کوم بل ځاې کې وکړي، او یا هم همدا کار دې نورو خلکو سره وکړي او یا دې دا درې سره کارونه په یو وخت کې وکړي (کار دې بدل کړي، د کار ځاې دې بدل کړي او د کار ملګري دې بدل کړي)*- د خوښۍ د دلودو دپاره تاسې باید یو شمیر پوښتنو ته ځواب ووایئ- دا پوښتنې د یوې پانې په سر کې ولیکئ او بیا هرې پوښتنې ته چې هر څومره ځوابونه لرئ ولیکئ-

دا به څه ته اړتیا لري؟

لومړۍ پوښتنه ده: ”دا چې زه دې بیخي خوشاله و اوسم څه باید وکړم؟“ هر هغه څه ولیکئ چې ستاسې په فکر کې ګرځي چې که چیرې ستاسې د ژوند دا اوسنې مهال وي نو هغه څه به وي چې درلودل به یې تاسې ته پوره خوشالي در وبخښي- داسې موضوعګانې لکه روغتیا، خوښي، نیکمرغي، له مینې ډکې اړیکې، رواني ارامتیا، سفر، موټر، کالي، کور، پیسې، او داسې نور- خپل ذهن ته اجازه ورکړئ چې ازاده منډې ووهي- داسې وانګیرئ چې تاسې باندې هیڅ ډول بندیز نشته-

هغه څه دي چې ستاسې مخه نیسي؟

دویمه پوښتنه یو څه اندازه سخته ده- د یوې پاڼې په سر دا پوښتنه ولیکئ: ” په خپل ژوند کې په کوم حالت کې او د چا سره به زه خوشاله نه یم؟“ ځان اړکړئ چې د خپلې د ورځې هرې برخې په اړه فکر وکړئ، له سهاره تر شپې، او هر هغه لامل چې، په هره طریقه چې وي، تاسې خپه او یا خوابدي کوي ولیکئ- په یاد ولرئ، سم تشخیص نیم علاج دې- د خوابدۍ حالت پیژندل د ستونزې د حل لومړې ګام دې-

خپله ترټولو د خوښۍ لحظه مالومه کړئ

دریمه پوښتنه به تاسې ته یو لړ مهمې لارښونې وکړي- د یوې پاڼې په سر دا الفاظ ولیکئ: ”خپل ژوند ته په کتو، کله او کوم ځاې کې زه تر ټولو ډیر خوشاله وم؟زه چیرته وم، چاسره وم، او ما څه کول؟“

پریکړه وکړئ چې باید څه وکړئ

کله چې تاسې دې پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړئ، فکر وکړئ چې تاسې په بیړه هغه کوم څه دي چې یې کولې شئ ترڅو ځان ته هغه ژوند برابرول پیل کړئ چې ارمان یې لرئ- دا کیدې شي یوه اونۍ، یوه میاشت، یو کال و نیسي خو پروا نه کوي- هر هغه کار چې تاسې ستاسې ایډیال لرلید ته نژدې کوي تاسې ته مکافات بښونکي دي- تاسې به ډیر مثبت او د خوشبینه شخصیت جوړ شئ- تاسې به ډیر باور او د خپل ژوند په خپل اختیار کې درلودونکي یو څوک و اوسئ- تاسې به د ذهن رښتوني ارامتیا احساس کړئ-

عملي تمرین

د وړاندې شویو لارښونو د عملي کولو دپاره درته دوه ګامه ښودل کیږي چې تاسې به د دغه لارښونو د عملي کولو جوګه کړي:

لومړې، ټول هغه څه لسټ کړئ کوم چې تاسې ته خوښي درکوي او بیا د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسې سره د دغه حالت په ګټلو کې به مرسته وکړي-

دویم، ځان ته اجازه وکړئ چې د خپل ایډیال ژوند په اړه خیال و وینئ، وګورئ چې دا به څنګه ښکاري او څنګه احساس لري، او بیا هره ورځ یو څه وکړئ چې د هغه خیال د عملي کولو دپاره یو څه وکړي-

*د متن لا ډیر وضاحت دپاره د ژباړن زیاتونې دي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.