مشروعیت ولې چارواکو ته مهم نه دی؟

سرنوشت ورځپاڼه

څو ورځې وړاندې د ملي وحدت د حکومت دوه کلونه پوره شول. په دې سره د حکومت هغه مشروعیت هم ختم شو چې د جان کیري په منځګړیتوب د ملي وحدت حکومت مشرانو له واک وړاندې پر یوه هوکړه د لاسلیک له لارې ځان ته ورکړی و. درې ورځې وروسته د ملي وحدت حکومت د مشرانو د سوګند خوړلو هم دوه کاله پوره کیږي. په دې سره هېڅ داسې څه نه پاتې کیږي چې پر اساس یې د ملي وحدت حکومت مشروعیت پیدا کړي. له دې ټولو سره سره د ملي وحدت حکومت مشران پر مشروعیت فکر نه کوي. پوښتنه دا ده چې د ملي وحدت حکومت مشرانو ته مشروعیت ولې مهم نه دی؟

د هر حکومت لپاره حقوقي مشروعیت خورا مهم وي، ځکه په دې سره یې ټول کارونه مشروعیت پیدا کوي. که یو حکومت حقوقي مشروعیت ونه لري، نو کارونه یې نا مشروع دي او ان خلک هم نه یوازې دا چې ترې په پیروۍ مکلف نه دي، بلکې که پیروي یې ونه کړي، له حقوقي اړخه تر پوښتنې لاندې هم نه راځي. حقوقي مشروعیت او دا چې حکومت باید د اساسي قانون پر بنسټ وي، د هر حکومت لپاره لومړنی او اساسي شرط دی. اوس چې د ملي وحدت حکومت له دې اړخه له ستونزو سره مخ دی او مشروعیت یې ختم شوی، نو په طبیعي ډول یې کړنې نامشروع ګڼل کیدای شي. آن د افغانستان خلک هم اړ نه دي چې له یو ناقانونه حکومت څخه پیروي وکړي. د یو نامشروع حکومت په سیوري کې خلک ان د مدني نافرمانۍ حق لري.

دا چې د ملي وحدت حکومت مشرانو ته اساسي قانون او مشروعیت مهم نه دي، د جدي اندېښنې وړ ده. دوی د خپل کار په لومړۍ ورځ اساسي قانون نقض کړ؛ ولسمشر د اساسي قانون خلاف فرمان ورکړ او اجرایوي ریاست یې رامنځ ته کړ. اجرايوي ریاست هم د افغانستان د اساسي قانون خلاف خپل کار پیل کړ او په دې ډول ډاکتر عبدالله پر یوه داسې څوکۍ کېښناست چې د افغانستان د اساسي قانون خلاف وه. قوانینو د ملي وحدت حکومت په لومړۍ ورځ سرخوړلی و، خلک اړ شوي وو چې همداسې یو حکومت ومني. د دوی په هوکړه کې ویل شوي چې د ملي وحدت ناقانونه حکومت د دوو کلونو لپاره دی، خلکو هم د ګواښونو او فشارونو له امله سکوت وکړ. د خلکو تمه دا هم وه چې دا حکومت به د ناقانونۍ ترڅنګ خلکو ته خدمت وکړي، خو حکومت نه یوازې ناقانونه و، بلکې چارې یې هم داسې وې، چې خلکو ته یې زیان اوښت. له همدې امله نور نه مجبوریت شته او نه هم هغه پخواني فشارونه او ګواښونه چې خلک د یو مشروع حکومت له غوښتلو را وګرځولی شي.

که د ملي وحدت حکومت مشرانو ته اساسي قانون او مشروعیت مهم نه وي، خلکو ته مهم دی، خلک نور د نامشروع واکمنۍ په سیوري کې ژوند نه شي کولی. له همدې امله د حکومت مشران باید د حکومت د قانوني کولو په اړه فکر او کار وکړي. که دوی ګام نه اخلي، خلک دا کار کوي، خو ښه لاره یې دا ده چې حکومت خپله د مشروعیت په اړه فکر وکړي او مشروعیت مهم وګڼي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.