ګرانه تاته وايم!!!

ډاکټر اخلاصيار

بلې تاته وايم!

اې د شهادت پلوونکي ملت ځوانه!

اې د هغه غور نيکه اولاده چې په يوه اسلامي او خپلواکه تيږه يې ستا د ملت بنسټ ايښي ده!

اې د هغه نيکه لمسيه چې د تن وينو په ورکولو سره يې ته خپلواک او ټولواک ساتلی يې! اې د هغه پلار زويه چې د وخت د هر تيري کوونکی پر وړاندې يې خپله سينه سپر نيولی اوستا د خپلواکۍ هر دښمن ته يې له عبرته ډک سبق ورښودلی, او تر ننه د هر هغه بهرني پر وړاندې لکه د فولادي ديوال په څير په خپل عزم کلک ولاړ دی!

اې د هغې مسلمانې مور د زړه سره چې د جنګونو هجرتونو په سختو شيبو کې يې د هيواد د راتلوونکي لپاره په خپلو پاکو شيدو سره د يو سپڅلي افغان په توګه سپڅلی وروزلې!

بلې تاته وايم!

دا يو څو کرښې نه دې ،چې د يوه تصوير په شکل ستا له سترګو تيرې شوې بلکې دا هره کرښه د ځانه سره يوه ځانګړي فلسفه لري, داسلام فلسفه ,د خپلواکۍ فلسفه او د سر شيندني فلسفه له تا ځوان څخه همدا تمه کيږي چې دې درو ټکو ته په پام سره په لوړ همت او اسلامي شهامت دخپل ګران هيواد د راتلونکي يوه ښه ضامن شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.