افغانستان او بنګلادیش تر منځ سیالي – ژوندۍ بڼه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۴مه ۱۳۹۵ل): افغانستان نن د بنګلادیش په پلازمېنه ډاکه کې له دغه هېواد سره د درې یو ورځېنیو لوبو سیریز لومړنۍ یو ورځېنۍ لوبه کوي.

نننۍ لوبه کې پچه بنګلادیش ګټلې او د لومړي توپوهنې پریکړه یې کړې ده.

د افغانستان په لوبډله کې نن اصغر ستانکزی، محمد شهزاد، شبیر نوري، رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، نجیب الله ځدران، محمد نبي، راشد خان، میرویس اشرف، دولت ځدران او نوین الحق اخېستل شوي دي.

بنګلادیش له لوري بیا تمیم اقبال، سومیا سرکار، امرء القیس، مشفق الرحیم، محمدالله، شکیب الحسن، صابر رحمن، مشرفي مرتضی، تسکین احمد، تاج الاسلام او روبیل حسین اخېستل شوي دي.

لوبه به د افغانستان پر وخت په ۱ بجه پیل شي.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.