قلم او سوله / بصيرالحق عادل

بصيرالحق عادل

که د تاريخ کتابونه ولوستل شي، پخوا به سيالي په تورو وه او هغه څوک به غښتلی و چې ښه توره ولري، زور ولري.

د همدغه زور په وسيله به يې خپل هېواد کې باغي خلک کرارول، دښمن به يې شړلو، دفاع به يې کوله او د هېواد ساتنې يوازينۍ وسيله توره وه، جګړه وه او زور و.

خو اوس زمانه بل ډول ده، هغه هېواد او هغه ټولنه غښتلې ده چې ښه پوهه ولري، تعليمي او ښوونيز ځايونه پکې ډېر وي، علمي او اکاډميک مرکزونه ولري، پوهنتونونه پکې زيات وي او د هر وګړي فکر يې په دې جوړ وي چې پرته له پوهې د هېواد او ټولنې ساتنه نا ممکنه ده، د وطن دفاع په قلم کېږي، له نورو سره سيالي اوس د تورې له توانه وتلی کار دی.

په اوسني عصر کې بختور او هوښيار خلک هغه دي چې علم ولري، هغه ټولنه نېکمرغه ده چې عالمان او پوهان پکې ډېر وي او پر هغه هېواد د خدای ج ځانګړی رحمت دی چې تر ناپوهۍ پوهې ته ډېر ارزښت ورکوي او د ناپوهۍ د وژلو لپاره يې شپه ورځ يوه کړي وي.

موږ به خپلې ټولنې ته راشو، دلته به وګرځو، پلټنه به وکړو، د خپل تاريخ او ادب کتابونه به وګورو، افغانان چې موږ وايو مېړني خلک دي، مېړانه يې همدغه غښتلتوب دی خو غښتلتوب په څه کې؟

د افغانانو مېړانه يوازې دا نه وه چې قوي توره يې لرله، بلکې د تورې سره يې قوي قلم هم لاره، خوشال خټک فرمايلي دي:

د افغانان په ننګ مې وتړله توره

ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم.

 

موږ کتابونه لوستي دي او پکې ليدلي مو دي چې خوشال خټک يو مېړنی سړی وو، د هغه مټې غښتلې وې، توره يې ښه چلولی شوه، خو دغه مټې يوازې د تورې لپاره هم نه وې، بلکې دومره کتابونه يې وليکل، دومره څه يې راپرېښودل چې پر فکر، لارښوونو او مشورو يې يوازې پښتانه / افغانان نه بلکې د نړۍ خلک هم مخته ځي، نو ځکه د هغه له نوم سره «د تورې او قلم خاوند» ليکل کېږي.

زموږ تاريخ ته که سر ورښکاره شي، هر هغه اتل چې په جنګ کې يې ښه نوم لاره ترڅنګ يې ورسره قوي قلم هم لاره.

ښه بېلګه اميرکروړ دی، چې سيمه کې غښتلی سړی و، خو که قلم ته يې وکتل شي، د پښتو ادب نظم موندل شوی تاريخ له همدغه ځايه برېښي.

احمدشاه بابا يوازې دا نه چې تر هنده ملکونه فتحه کړل، بلکې زموږ ادب ته يې ډېر څه ورکړل، شعر يې وليکو، د يووالي لپاره يې شپه ورځ هڅه وکړه، خلک يې راټول کړل او پښتونولي يې وساتله.

دې ته ورته موږ نور هم ډېر مثالونه لرو، خو موږ په اوسنۍ زمانه کې د پوهې له اړخه لږ غريبانان يو، قلم مو لږ کمزوری دی، زموږ هغه مشران چې د اړتيا پر مهال به يې توره چلوله، قلم يې هيڅلکه نه دی هېر کړی، هغوی پوهېدل چې د سولې، ارامۍ او پرمختګ يوازينۍ لار قلم دی، زده کړه ده، پوهه ده او علم دی.

د ننني عصر لوی اتل هغه دی چې ښه او اغېزناک قلم ولري، د اوس وخت سوله ييز هېوادونه هغه دي چې د قلم سره پکې مينه ډېره وي، که له هرې زاويي وکتل شي، د سولې لاسته راوړل په قلم کېږي، سوله کول پوهې ته اړتيا لري، پوهه خلک جګړه نه غواړي.

د پښتنو ليکوالو قلمونه هم ډېری وخت د سولې لپاره چلېدلي دي. که وکتل شي خامخا يې له يوې لارې يې خلکو ته د سولې پېغام ورکړی دی، چا شعر کې د سولې خواږه راټول کړي دي، چا په داستانانو کې د سولې يخ سيوري ته په ټاکنده غرمه کې دمه کړې ده، چا سولې ته ناولونه وليکل او چا خپلې ليکنې د سولې په خوږو ولړلې.

ځکه قلم سوله غواړي، قلم جګړه ختموي، قلم د نښتو او بې اتفاقيو جرړه باسي، خو دا کار هم په هنر کېږي، پوهه غواړي، هوښيار او عالمان خلک غواړي.

کله چې د قلم سره مينه پوره شوه، کله چې قلم خلکو ښکل کړ، کله چې د يوې ټولنې وګړي د قلم په ژبه وپوهېدل، نو له هغه سيمې جګړه او بدبختۍ تېښته کوي.

ته چېرته پټه يې شيرينې سولې؟؟

ډېره مې ستړې ده له جنګه څېړه

دا مې يو بیت دی چې سولې ته مې ليکلی دی، همدغه بيت زما د زړه غږ دی، زما د قلم ژبه ده، زما د فکر ترجماني ده.

که قلم نه وای، سوله به مو څنګه غوښتله، نور به مو څنګه پوهولی چې موږ سوله غواړو، زموږ ارزښتونه له سولې ډک دي، زموږ قلم د سولې لپاره چلېدلی دی او موږ له سولې جوړ يو!!؟؟

د قلم سره د مينې د ډېرېدو په هېله، راځئ قلم راواخلو، ماشومانو او ځوانانو مو له قلم سره اشنا کړو او په دې نيت يې پورته کړو چې د خپلې ټولنې څخه به ټولې هغه بدبختۍ ورکوو چې د انسانيت، اسلاميت او افغانيت سره اړخ نه لګوي.

په همدې هېله!

۱۳۹۵ل / ۹ / ۴

هلمند / لښکرګاه

Basirulhaq.adil@gmail.com

 



2 تبصرې

  1. دا سولى په باره کى غوږتنه دا زموږ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.