بنګلایش افغانستان ته ۲۶۵ منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان او بنګلادیش تر منځ د درې یو ورځېنیو سیالیو د سیریز په لومړنۍ لوبه کې کوربه بنګلادیش افغانستان ته ۲۶۶ منډې هدف وټاکه.

نننۍ لوبه چې د پلازمېنې ډاکه په شیربنګله لوبغالي کې روانه ده، پچه بنګلادیش وګټله او د لومړی توپ وهنې پریکړه یې وکړه.

بنګلادیش خپله لومړنۍ ویکټ په لومړي اور کې د لاسه ورکړله. سومیاسرکار د دولت ځدران په بال کیچ وسوځېد.

وروسته تمیم اقبال له امرء القیس سره منډې تر ۸۴ پورې ورسولې. امرء القیس د نبي په بال وسوځېد. تمیم اقبال د بنګلادیش له لوري تر ټولو ښه لوبه وکړله. هغه په ۹۸ بالونو ۸۰ منډې جوړې کړې. همدا راز محمدالله ۶۲ او شکیب الحسن ۴۸ ښې منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري دولت ځدران که څه هم ډیرې منډې ورکړلې خو تر ټولو ډيرې (۴) ویکټې یې هم واخېستلې. همدا راز نبي او راشدخان اقتصادي توپ اچونه وکړله. راشدخان په ۱۰ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړلې او ۲ ویکټې یې واخېستلې. نبي بیا په ۱۰ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړلې او هم یې دوه ویکټې واخېستلې. نوي توپ اچوونکي نوین الحق چې خپل لومړنی نړیواله یو ورځېنۍ لوبه یې نن پیل کړله یوه ویکټ او میرویس اشرف هم یوه ویکټ واخېستله.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان ډګر ساتنه (فیلډینګ) کمزوری و او څو کیچونه یې هم مس کړل. همدا راز څو ځل له ویکټ کيپر محمد شهزاد له لاسونو بال ووت.

بنګلادیش په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې خپلې ټولې ویکټې د لاسه ورکړلې او افغانستان ته يې نسبتا سخت هدف وټاکلو.

د افغانستان په توپ وهونکو کې تر ټولو ډیره تکیه په شهزاد، نبي، اصغر او نجی ځدران باندې ده او که لوبغاړي له نورو سره شراکتونه جوړ نه کړي د یاد هدف پوره کول به ډير ستونزمن وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.