بشري حقونو کميسیون: حکمتیار دې له خلکو بخښنه وغواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون رییسه سیما سمر د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څخه غوښتي چې د کابل د کورنیو جګړو کې د ګډون له کبله دې د کابل له خلکو بخښنه وغواړي.

په ۱۳۷۱ل کال کې چې کله مجاهدینو کابل ونېولو، څو ګوندونو د واک پر سر جګړې پیل کړې او پلازمېنه کابل يې په کنډواله بدل کړ.

د احمدشاه مسعود، سیاف، عبدالعلي مزاري او دوستم په شمول حکمتیار هم د کورنیو جګړو یو مهم لوری و.

سیما سمر نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې هغه د وینې په بدل کې د وینې او د افغانستان په کورنیو جګړو کې د دخیلو کسانو د اعدامولو پلوۍ نه ده خو لږ تر لږه دې په «جنګي جرایمو» تورن کسان په خپلې ګناه باندې اعتراف وکړي او له خلکو دې بخښنه وغواړي.

هغې وویل چې د بشري حقونو کميسیون د خبرو اترو له لارې د جګړو د حل پلوی دی خو په عین حال کې د دې مخالف دی چې عدالت، د خلکو حق او قربانۍ دې له منځه ولاړې شي.

د سیما سمر په وینا هېڅوک نشي کولای چې د انسان حق یا جنګي جرمونو او د بشريت ضد جرمونه وبخښي.

هغې وویل چې د یوې ښاروندې په صفت وايي چې حکمتیار باید شهامت ښکاره کړي، له افغانانو او د کابل د جګړو له قربانیانو چې د دغه ګوند له خوا وژل شوي بخښنه وغواړي.

د یادونې وړ ده چې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي تېره اونۍ د تلې په لومړۍ نېټه د حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.



6 تبصرې

  1. سید زرغون شاه آغا

    د محترمی سمر د ټولو څرګندونو سره موافق یو، مګر یوه دکابل د خلکو پر ځای دغه غله، جنایتکاران، قاتلین، وحشتګران، ظالمان……. دافغانستان د ټول ملت څخه بخښنه و غواړی.

  2. انډیوالانو په دې فاسد مذدور دولت کې دبشر دحقوقو محافظ او ساتونکی نشته دا ټول ددالرو غله دي!
    سیما سمر پخپله د حزب وحشت غړیې ده ! نو اول دې وحشتیان راګیر کړي !!!
    په افغانستان کې حقوق نشته دشپې چاپه پرې واچوي بندې یې کړي او بيا ۱۸ کاله قید پرې کېږدي او بیا په ۱۵۰۰۰
    دالرو بېرته اخستل کېږي، هم قاضې دا کار کوي او هم حرنوال !!

    دبشر حقوق به دسپین بیرغ لاندې تامین شي !

  3. سیما دی خپله اول دخپلی کرغیلنی تیر جون او اوسنی د خلکو نه بخشنه وغواری. دا دومره پرچمیان، ستمیان، ، ماویستان خلقیان أو نور تالا گر چی د بخشنے په زای پر مونگ لا حکومت کوی او له یرغلگرو سره یی یو زای زمونگ خپلواکی او ناموسی په پردو وپلوره، دوی باید په لومری سر بخشنه وغولی. الله سبحانه و تعا لی دی مونگ د دغسی منافقینو أو ارزالو له شره وساتی.

  4. خپله سیما سمر هم به هغه وخت کی دمزاری دګوند عړی وه بیا نو کله چی احمد شا مسعو د فهرمان ملی معرفی کیده ته چیرته وی، کله چی مزاری شهید شو ته چیرته وی، کله چی ربانی دسولی شهید شو ته چیرته وی. بس یو طرفه فضا وت پکار ندی ، تا هم هم ډیر افغانی نجونی دحارجیانو به کمپونو کی بی عزته کړلی. ته تراوسه بشر پیژنی . تا سو تراوسه دمریکا ړنده بمبار کومه دوسیه څیړلی ده. تا تراوسه دملکی خلکو دوژلو کومه دوسیه څیړلی ده، تاسو تراوسه دیو مظلوم افغان دشکنجه دوسیه څیړلی ده . الله دی تا سی خراب کړی. زه دانه ویم چی حکمتیار دی بخښنه نه عواړی که خکمتیار یی عواړی. نو با ید چی احمد شا قبر هم معلوم نوی ، دمزاری قبر هم معلوم نوی ، سیاف یی هم وعواړی، دربانی ځوی هم وعواړی. عطا ګک یی هم وعواړی

  5. د سیما سمر په خوله دغه خبره بیخی نوره هم بیخونده شویده دا ځکه چی دلته په دری ژبه کی يو متل دۍ چی وایی: اګر خواهند که از شهر دیوانه رانند««»» هر آن که هست همه رانند. زه حیران پدی یم چی دغه د بشر دحقوقو پنامه چوکۍ که هر چا ؟؟ تا ته درکړیده اخلاقاُ باید تا نه وۍ قبوله کړی. آیا تا هیر کړیدی چی د پاکستان د کویټی په ښار کی چی دشهدا فونډیشن پنامه موسسه د چلوله او د بهرنیو بنسټونو لخوا په امبولانسونو کی وسلی درته قاچاق کیدلي!؟ اوآیا بیاهم د ایران فوځ د خبری آژانس سره په مرکه کی چی تا د پښتون ټبر سره دخپلی کیني اوعقدی اظهار اودفاع کړی بیا هم ته په کوموسترګو او کوم اخلاقی جراُت دغه خبره کوي؟؟! والله چی شرم دۍ ! را به شو دیته چی د ګلبدین حکمتیار تر مشرتابه لاندی د افغانستان اسلامی حزب څه کړی او څه یی ندی کړی ؟! ټول افغان ولس ته ښکاره اوڅرګند دی ، اما دغه دافغان اولس لویتوب،برم او سترتوب دۍ چی دسولی لپاره د زهرو جامونه یی پخوا هم څښلی لکه د بن غونډه، د معلوم الحاله جنایتکارانو زغمل او د هغوی د مړینی نه وروسته دلقبونو ورکول …… او داسی نور او اوس یی هم څښی لکه همدی ته راغلاست ویل. نوڅوک چی د بشر د حقوقودعوای کوی باید لومړۍ پځپله سپیڅلي وی!دوهم ټولو جنایتکارانو ته په یوه سترګه وګوری او دریم دا چی د بشر مانا په یوه قوم کی را ونه نغاړی.

  6. وروڼو کله چې زه وړکۍ وم نو خلک به دجمو جنګونو ته تلل چې ولجې راوړي او دا یوه دروزي د پيداکولو لار ه وه .
    د جمو له جنګو وروسته به بیا خلک پاکستان ته د خټګري لپاره تلل چې روزي پیداکړي ! خو هغوی ټول بې سواده دافغانستان خټګر وو چې کار اوبار په افغانستان کې نه ورته پيدا کيد ه !

    په دا اوس عصر کې کرزی ، سيما ، غني او نور ډېر یې باسواده خټګر دي چې په خارج کې کار نه ورته پیدا کیده .
    دوی فغانستان ته راغلل چې دنیول شوي افغانستان په خاوره کې د اشغالګرو خارجیانو لپاره دخپل او لس په خلاف
    جنګ وکړي او خپلې دالري ولجې په دالرو راټولې کړي !

    تف لانت پردې فاسدینو اربکیانو !

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.