Bangladesh's Taijul Islam, left, celebrates with teammates after the dismissal of Afghanistan's Hashmatullah Shahidi, right, during their first one-day international cricket match in Dhaka, Bangladesh, Sunday, Sept. 25, 2016. (AP Photo/A.M. Ahad)

د مشرانو لوبغاړو غیرمسوولانه لوبې افغانستان په ۷ منډو مات کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۵ل): افغانستان نن د بنګلادیش پر وړاندې د درې ورځو یو ورځېنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ سیالۍ کې په ۷ منډو ماتې وخوړله.

نننۍ لوبه کې پچه بنګلادیش وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه یې وکړه. بنګلادیش په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې ۲۶۵ منډې جوړې کړې.

افغانستان د ۲۶۶ منډو هدف پوره کولو پیل ګوزاره حال و، شهزاد د پخوا په څېر تېزه لوبه وکړله او په ۲۱ بالونو يې ۳۱ منډې جوړې کړلې. شبیر نوري بیا ونه ځلېد. افغانستان هغه مهال تر فشار لاندې راغی چې په ۴۶ منډو یې د پیل دوه لوبغاړي د لاسه ورکړل.

وروسته منځنیو لوبغاړو یا مډل آرډر رحمت شاه او حشمت الله شاهدي خورا مسوولانه لوبه وکړله. دواړو لوبغاړو لوبډله د بریا په درشل ودروله. حشمت الله ۷۲ او رحمت شاه ۷۱ منډې جوړې کړلې.

تر دوی وروسته محمد نبي ۳۰، نجیب ځدران ۷، اصغر ستانکزي ۱۰، راشد خان ۷، میرویس اشرف ۳ او دولت ځدران ۲ منډې جوړې کړې.

نبي، اصغر او نجیب هغه ډول چې څومره یې دوی مسوول دي، لوبه ونه کړله. درې واړه لوبغاړي د خرابو شاټونو له کبله وسوځېدل او افغانستان یوه ګټلې لوبه د لاسه ورکړله.

بنګلادیش لوبه په ۷ منډو وګټله او په سیریز کې يې په افغانستان په ۱-۰ برتري ترلاسه کړله.

د یادې لړۍ دوهمه سیالي به د اګست په ۲۸مه /چهارشنه، تلې ۷مه/ باندې ترسره شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.