مور «لنډه کيسه»

ژباړه : عبدالفتاح  فاتح

مور مې یوازي یوه سترګه درلوده ، نه پوهیږم په بله سترګه یې څه شوی وو ، هغې زمونږ د ښوونځي د  استادانو لپاره پخلي کاوه او په دې توګه یې زما او د خپل ځان نفقه برابروله .

یوه ورځ مې مور ټولګي ته د احوال پوښتلو لپاره راغله ، زه د ټولګیوالو مخ ته وشرمیدم له ځانه سره مې وویل : دا ولې ټولګي ته راپسې راځي ؟ په تریو تندي مي جواب ورکړ، په قهرجن نظر مې ورته وکتل او له ټولګي ووتم .

بله ورځ مې یوه ټولګیوال د پیغور په ډول راته وویل : ستا مور هغه چې یوه سترګه نه لري هغه ده ؟

سخت وشرمیدم او له قهر نه په ډک زړه کور ته راغلم غوښتل مې نور خپله مور ټولګي له راتلو منع کړم مور ته مې ویل : اخر دا ته ولې نه مرې ؟ زما لپاره د شرم ټوټه ګرځیدلي یې ، زه دې د ټولو د خندا کړي یم .

له ځانه سره مې هیڅ فکر ونه کړ چې څه مې  وویل او نه مې هم مور جواب راکړ .

وخت تیریدو ،په درسونو کې مې زیار ایست ، یو فرصت راته برابر شو څو بلې سیمې ته د زده کړې لپاره لاړ شم له ځانه سره مې ویل : که نور هیڅ نه وي د مور بدرنګه څیره  خو به نه وینم او نه به د ټولګیوالو مخ ته پرې شرمیږم .
 
هماغه وو چې بلې سیمې ته لاړم زده کړې مې بشپړې کړې هلته مې ښه ارام ژوند درلود ، یو ښکلی کور مې خپل ځانته واخست او واده مې وکړ کلونه تیر شول له خپلو ماشومانو سره بوخت وم مور مې هیڅ ذهن ته نه راتله .

یوه ورځ مې مور د لیدلو لپاره راغله کلونه شوي وو چې نه یې زه لیدلي وم او نه زما ماشومان .

کله  چې په دروازه را دننه شوه ، زما ماشومانو ورپورې وخندل ما چې ولیده د قهر راباندې تمامه شوه ورباندې چیغه مې کړه ولې زما کور ته بې زما له بلنې راغلې ؟ سمدستي مې له کوره ووزه ، ماشومان دې وډار کړل .

مور مې ترخه مسکا وکړه ویې ویل : اوه وبخښئ ، بل کور ته تلم غلط ځای ته راغلې یم .

بله ورځ مې د ښوونځي د ټولنې له لارې خط تر لاسه کړ څو د خپل زاړه ښوونځي څخه یو ځل لیدنه وکړم چیرې چې زما مور ښوونکیو ته پخلي کاوه .

د ښوونځی تر لیدنې وروستې مې هغې زړې جونګړې ته یو ځل بې پروا وکتل چیرې چې زما مور اوسیده  یو ګاونډی راغئ ویې ویل : مور دې مړه شوه !

ما نه غم ښکاره کړ او نه مې وژړل ، دې وخت کې د ګاونډ سړي یو لیک زما په لاس کې کیښود ویې ویل مور دې تاته لیکلي دی

لیک مې پرانست لیکلي یې وو :

زما ګرانه زویه ! زه همیشه ستا په هکله فکر کوم ، زه بخښنه غواړم چې هغه ورځ ستا کور ته درغلم او ستا ماشومان مې وویرول .

زه ډیره خوښه وم کله مې چې واوریدل ته د خپل ښوونځي د لیدلو لپاره راځې ،خو شاید زه ونشم کړاي د ناروغي له امله له خپل ځایه پاڅم او تا ووینم ، زه ډیره بخښنه غواړم چې ته هر ځای زما د یوې سترګې د نه شتون له امله شرمیدلي يې .

خو حقیقت داسې وو چې هغه وخت چې ته وړوکي وې په یوه پیښه کې دې یوه سترګه له لاسه ورکړه د یوې مور په حیث ما نه غوښتل ته له یوې سترګې محروم لوي شی نو خپله یوه سترګه مې تاته درکړه .
زه خوښه وم څو زما زوی د شیانو ښکلا تر ما ښه وګوري او  نړي له دواړو سترګو صافه وویني.

(ستا مور )


تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.