حكومت د غفلت پر كوم خوب ويده دى؟

ف، فايض

كه څه هم د حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولى توافقاتوچې لومړى پړاو يې په۹۵/۷/۱ نيټه په كابل كې لاسليك شو، په خلكو كې يو څه مړې هيلې را ژوندۍ كړي دي چې كېداى شي د دولت نورې مخالفې ډلې هم سولې ته وهڅول شي او بالاخره هغه ورځ را ورسېږي چې په ټول هېواد كې سوله تأمين شي، زموږ دعا هم ده او د ټول ولس دعا ده چې دا كار تحقق ومومي؛ خو كله چې په افغانستان كې روان جريانات ګورو او بيا د سيمې او ګاونډ او همدارنګه په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو قواو اهداف جاجوو؛ نوكه د لوى خداى(ج) فضل و كرم نه وي، سولې ته لا هم ډېر مزل پاتې دى دعا مو ده چې سولې ته ورسېږو او د سولې كاروان په لار كې تالا تر غۍ نه شي. د افغانانو يوه لويه ستونزه هم د سواد كموالى دى، ما به يو وخت انګيرله چې اوس خو پر موږ لږ تر لږه دا څلور لسيزې انقلاب تېر شو؛ نو اوس مو ولس كافي سياسي شعور اخستي دى؛ خو اوس چې ګورم دا يوه هسې بېځايه خوشبيني او خوشباوري وه؛ تر هغې چې زموږ ويده ضميرونه نه وي را ويښ شوي او خپله مو ځان ته د نجات د لارې موندلو په اړه فلكر نه وي كړى، همدغسې به سرګردان ګرځو ځكه سوله پخپله نه راځي؛ بلكْ را وستل كېږي چې په دې كې عمده نقش زموږ دي.

ما له ډېرو پوهو كسانو نه اوريدلي چې په هېواد كې د بهرنيانو شتون يوه الهي تحفه بولي، او علت يې دا بولې چې كه چېرې دا بهرنيان نه وي؛ نو دا مافيايي كړۍ او دا جنګسالاران به څه كوي؛ ايا په ژوند وني به؛ د خلكو څرمنې نه وباسې؟ د دغو كسانو انديښنه پر ځاى ده؛ ځكه اوس افغانستان د همدغو افرادو او كړيو په لاسو كې ګرو دى، خو اوس ستونزه دا ده چې د دغو افرادو او كړيو اسونه د بهرنيانو د حضور په صورت كې هم چاغ وي او كه هغوى نه وي خولابه يې اسونه چاغ وي؛ ځكه چې بهرنيان هم خپل اهداف پر همدغو افرادو او كړيو عملي كوي.

دغه حالت د دې باعث شوى چې زموږ حكومتي نظم له منځه ولاړ شي او اداري فساد ته زمينه برابره شي. په دې لړ كې چې چا ته په نسبي توګه يو څه تمه كېداى شوه، هغه زموم امنيتي اورګانونه وو؛ خو لكه چې وايي! يو ګوري؛ بل لسمېږي، كله چې اردو او پوليسو هم وليدل چې ټول هېواد په فساد كې ډوب دى؛ نو يو پر موږ به څه وشي؛ نو ګورو چې زموږ د امنيتي ليكو له منځه هم فساد سر راپورته كوي. وړمه ورځ د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې د ملي پوليسو او ملي اردو يو سلو پنځوس پوستو افرادو خپلې پوستې پرته له ډزو ډوزه مخالفينو ته پريٰښي دي والي چې پرون ادعا وشوه چې دا پوستې ۱۵۰؛ بلكې ۸۹ دى چې كه همدا احصائيه ومنو؛ نو هم دا كم شمېر نه دى. ګواښ وكړ چې دغه كسان به څارنوالۍ ته معرفي كېږي او مجازات كېږي به چې لږ تر لږه جزا به يې ۱۶ كاله قيد وي. دا واقعاً يوه د انديښني وړ خبره ده چې د حكومت يو نيم سل يا ۸۹ پوستې پرته له كوم مقاومته يو ځل مخالفينو ته تسليمېږي. له دې نه معلومېږي چې دا د هلمند ولايت د سقوط په لار كې يوه لويه توطيه او دسيسه وه، دا چې له دې سره هم د هلمند ولايت ولى سقوط و نه كړ، دا هم د حيرانتيا خبره ده.

البته بايد دا خبره هم وڅېړل شي چې دغسې پېښه په آني او ناببره توګه نه ده رامنځته شوې؛ بلكې دغه وضعيت په كرار كرار رامنځته شو. څو مياشتې د مخه چې د هلمند حالات په چټكۍ سره مخ پر خرابيدو و، ولسمشر د ولسې جرګې يو غړى، پخوانى جنرال عبدالجبار قهرمان هلمند ته د اوپراتيفي مسؤول په توګه واستاوه، هغه هلته څه موده تېره كړه خو په هلمند كې يې د شتون له لامله د څه  مثبت اغيز غږ وانه ورېدل شو چې په همدې كې نوموړى له هلمنده راغى او له رسنيو سره يې هلته موجودې ورانې ويجاړې شريكې كړې، خو چا يې خبره  وانه وريده. نوموړي په وار وار وويل چې ما دا ټول جريانات د ولسمشر د ميز پر سر كېښوول خو چا يې پوښتنه و نه كړه. له ډېرې مودې راسې دا خبرونه خپريدل چې د هلمند امنيتي چارواكي يو هم پخپله جنګ ته نه ځي او پر هغې سربېره  وسلې او مهمات پلوري، تيل پلوري، د عسكرو استحقاق په خپلو خېټو كې اچوي، پوستې پلوري خو چا يې پوښتنه و نه كړه. په ۹۵/۷/۳ نيټه مې د شمشاد تلويزيون له خوا جوړ شوى هغه مستند ګزارش وليد چې هغه ټانكونه، زرهى وسايل او رنجر موټر يې ښوول چې اوس د مخالفينو په واك كې دي او هغه بوږنوونكې صحنه يې وښوده چې د يوه عسكر په لاس كې يو څو پرچې وچه ډوډۍ وه چې ويل يې دا د څلورو كسو استحقاق دى او د بل عسكر په لاس كې يو غاب و چې دومره څه كتغ په كې پروت و چې بې له مبالغې يو چرګ هم پرې نه مړېده.

حكومت په دغسې يوه حالت كې له عسكرو او پوليسو نه جنګ غواړي او د هېواد د دفاع تمه ترينه كوي. متأسفانه حكومت په لوى لاس زموږ د هېواد بچيان وژني او خېټور قوماندانان يې كښينولي چې لا هم ځانونه چاغ او خپلې خېټې مړې كړي. اوس دا پوښتنه پيدا كېږي چې حكومت پخپله په دغه فاجعه كې شريك دى او كه څه لوبه ده. په داسې حال كې چې د حكومت غوږو ته د شكاياتو ډولونه ډېرو ډنګولى شول؛ خو پوښتنه يې نه كوي، د كندز د سقوط په اړه هم لا د مخه وړاندويني كېدې خو حكومت يې پوښتنه نه كوله تر دې چې كندز سقوط وكړ، مخالفين راغلل او ټول وسلې او مهمات يې له ځانه سره يوړل، خلك ووژل شول، امريكايي الوتكى لا سرباري راغلې او د بې سرحده ډاكټرانو روغتون يې بمبارد كړ او هلته يې يوه لويه انساني غمېزه پر ځاى پرېښوده. اوس په هلمند او اروزګان همدا حال دى، تر كومه به جنرال عبدالرازق له كندهاره ځي او د هلمند او اروزګان دفاع به كوي!

په افغانستان كې د امريكايي قواو قوماندان جنرال نكلسون لا پر افغانانو دا زيرى هم كوي چې ديرش سلنه خاوره  د مخالفينو په لاسو كې ده. دا په ښكاره د مخالفينو د تشويق او ډاډينې لپاره او د حكومتي قواوو د مورال د لا كمزوري كولو لپاره يوه ضربه ده او بله هېڅ معنا نه لري او كه نه دغسې څرګندونو ته كوم ضرورت دى هغه د افغانستان قواو د مرګ ژوبلې پر عمده لامل د وسلو او مهماتو كمى وښود او مخالفينو ته يې دا خبر وركړ چې افغان امنيتي ځواكونه تش لاس دي. زه خو فكر كوم كه چېرې حكومت دغو ناخوالو ته يوه بېړنۍ حل لاره پيدا نه كړي. حالات لاپسې خرابېږي ځكه هلمند او اروزګا همدا اوس د سقوط پر درشل ولاړ دي چې دا حالت پر نورو ولاياتو هم بېړنى منفي اغېز كولاى شي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.