دفاع وزارت وايي هلمند کې یې د طالبانو زندانونه مات کړی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۵ل): د ملي دفاع وزارت ادعا کړې چې ځانګړو ځواکونو د هلمند په درې ولسوالیو کې دطالبانو زندانونه مات کړي دي او تر سلو زیات بندیان یې ترې ازاد کړي دي.

طالبانو د ملي دفاع وزارت ادعاوې رد کړي او په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو چې په جنوب کې عموما د عملیاتو هر ډول مسوولیت پر غاړه لري د یادو عملیاتو په اړه ناخبري ښودلې ده.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼې له مخې چې یوه کاپي یې نن ټکی اسیا ترلاسه کړې په کې ویل شوي چې تېره شپه د دفاع وزارت ځانګړو ځواکونو د هلمند په مارجه، نوزاد او نهرسراج کې د طالبانو پر زندانونو عملیات وکړل.

سرچېنې زیاته کړې چې د عملیاتو پر مهال د طالبانو زندانونه مات کړل او ۱۰۱ بندیان يې ازاد کړل.

اعلامیه کې ویل شوي چې د خوشې شوو کسانو هویت به وروسته افشا کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د دفاع وزارت ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی په نهرسراج، مارجه او نوزاد کې له سره زندانونه نه لري.

هغه ویلي چې دا ادعاوې چې ګواکې د طالبانو له زندانونو ۱۰۰ بندیان خوشې شوي دوی په کلکه ردوي.

قاري یوسف له قوله دولتي ځواکونو په مارجه ولسوالۍ کې برید کړی او درې ملکي وګړي یې له ځانه سره وړي دي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې امریکايي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو یو زندان بمبار کړ چې په کې ۲۳ پولیس او ۳ طالبان و وژل شول.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.